ترکیې د عراق او ایران د خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه

ترکیې  د عراق او ایران په پوله کې د زلزلې په پایله کې  په دواړو هیوادونو کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې  په خاطر ژور خفګان  څرګند کړ .

ترکیې د عراق او ایران د خلکو سره خواخوږي  څرګنده کړه

ترکیې  د عراق او ایران په پوله کې د زلزلې په پایله کې  په دواړو هیوادونو کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې  په خاطر ژور خفګان  څرګند کړ .

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  پدې اړه په خپرې کړې  خبرپاڼه کې  ویلي دي « ترک ملت چې په کراتو د زلزلې له امله  درد او غم لیدلی  دی  د ایران او عراق خلکو سره  پدې غم او درد کې ځان شریک  بولي.

ترکیه د دوست او ورور هیواد  ایران د خلکو سره  د اړتیا په صورت کې هر ډول مرستې ته  تیار دی. د ترکیې  د سرې میاشتې  او ناورین اداره  هر وخت ورور هیواد ایران ته د مرستې د لاس غځولو ته   تیار  دي.

پدې زلزله کې  وژل شوو ټولو کسانو ته  د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء، کورنیو او د ایران او عراق  خلکو او حکومت ته  د تسلیت مراتب وړاندې کوو. »

په خبرپاڼه کې راغلي دي « په ډیرې خواشینۍ سره مو  تیره شپه  د عراق او ایران په پولو کې د زلزلې نه چې  تر ټولو زیات يي د ایران د کرمانشاه ولایت ته  ځاني او مالي زیانونه اړولي دي خبر ترلاسه کړ. ترکیې  ملت  چې  په کراتو د زلزلې له امله  غم او درد  لیدلی  دی  پدې غم کې  ځان د ایران او عراق  خلکو سره  شریک بولی  او ترکیه  د دواړو دوستو هیوادونو سره  د اړتیا په صورت کې  هر ډول مرستو ته تیار دی. ترکیه  په زلزله کې وژل شوو کسانو ته د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت  او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي. د قربانیانو کورنیو او ایران او عراق ملتونو او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.»

د بله پلوه  ترکیې  د عراق شمال ته  مرستې او روغتیايي  پرسونل  واستول. 



اړوند خبرونه