د اردوغان – پوتين ليدنه

ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د يو رسمي سفر په ترڅ كې روسيې ته تللى دى، ددې هېواد د سوچي په ښار كې يې د خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره ليدنه وكړه.

د اردوغان – پوتين ليدنه

 

ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د يو رسمي سفر په ترڅ كې روسيې ته تللى دى، ددې هېواد د سوچي په ښار كې يې د خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره ليدنه وكړه.

دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيكو سربېره پر يو لړ اړوندو سيمه ايزو او نړيوالو اړيكو خبرې اترې وكړې.

د خبرو اترو د اجندا اصلي موضوع په سوريه كې د ملي ډيالوګ د غونډې په اړه د دواړو هېوادونو د دريځونو په اړه بحث هم وو. تركيه غواړي چې پدې غونډه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي استازي ګډون ونكړي.

د روان ميلادي كال په اوږدو كې دا پينځم ځل دى چې ولسمشر اردوغان د خپل روسي سيال پوتين سره ليدنې كوي.

ددې ليدنې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.



اړوند خبرونه