ولسمشر اردوغان د ترکیې جمهوریت د موسس د تلین له امله د هغه د مزار زیارت وکړ

نن  د نوامبر لسمه  د ترکیې جمهوریت د موسس او اعلی سرقومندان  د مړینې د ۷۹ تلین سره  سمون خوري.

ولسمشر اردوغان د ترکیې جمهوریت د موسس د تلین له امله د هغه د مزار زیارت وکړ

نن  د نوامبر لسمه  د ترکیې جمهوریت د موسس او اعلی سرقومندان  د مړینې د ۷۹ تلین سره  سمون خوري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د کابینې د وزیرانو، سیاسي ګوندونو مشرانو او جګپوړو چارواکیو په ګډون د هیت په مشرۍ  د نوامبر د لسمې د مصطفی کمال اتاترک د مړینې  د ۷۹ یم تلین  په مناسبت  د اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ.

د ترکیې د جمهوریت د موسس  اتاترک  د مړینې ۷۹ یم  تلین په ټول هیواد  او د هیواد نه بهر د ترکیې په ټولو سیاسي نماینده ګیو  کې  د ځانګرو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.

لومړني مراسم  د اتاترک په مزار انت کبیر کې  جوړ شوي وو. پدې مراسمو کې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د کابینې وزیرانو، د سیاسي ګوندونو مشرانو، جګپوړو چارواکیو  او په لسګونو زرو تنو هیوادوالو ګډون کړی وو.

ولسمشر اردوغان  لومړی  د لوی مخکښ اتاترک په مزار د ګلانو ګیډۍ کیښوده  او وروسته يي  د درناوي مراتب  ادا کړل.

ولسمشر اردوغان  د هیواد ملي سرود د غږیدو نه وروسته  د اتاترک د مزار ځانګړی کتاب لاسلیک کړ.

ولسمشر اردوغان  د اتاترک  د مزار په ځانګړي کتاب کې داسې ولیکل !

د ترکیې د استقلال جګړې  لوی قومندان ، د جمهوریت  موسس  او لومړني جمهور ریس مصطفی کمال اتاترک  نه  یو ځل بیا  د رحمت، حرمت او درناوي سره  یادونه کوو. د اتاترک نه مونږ  پاتې  د مهمو میراثونو نه هیواد د معاصر مدنیت  لوړې سویې ته د رسولو په خاطر  شپه او ورځ  پرته د ځنډه  کار کوو. روح مو ښاد.

د ویلو ده چې د ترکیې جمهوریت موسس اتاترک د تلین په خاطر د هیواد په ګوټ ګوټ کې  مراسم  جوړ شوي دي.



اړوند خبرونه