د اتاترك د ۷۹م تلين په اړه د اردوغان نظر

د تركيې د جمهوريت د موسس لوى لارښود مصطفى كمال اتاترك د ۷۹م تلين د لمانځنې په موخه په ټول هېواد كې بېلابېل مراسم جوړ شول.

د اتاترك د ۷۹م تلين په اړه د اردوغان نظر

 

د تركيې د جمهوريت د موسس لوى لارښود مصطفى كمال اتاترك د ۷۹م تلين د لمانځنې په موخه په ټول هېواد كې بېلابېل مراسم جوړ شول.

په پلازمېنه انقره كې دولتي مراسم د اتاترك په مزار انتكبير كې د دولت د لوړپوړو چارواكو په ګډون ترسره شول.

ولسمشر اردوغان د اتاترك پر مزار باندې د ګلانو د ګيډي د ايښودلو نه وروسته په ځانګړي كتاب كې داسې وليكل:

`` د خپلواكۍ د جګړې لوى قوماندان، د جمهوريت ساتونكى او زموږ لومړى ولسمشر غازي مصطفى كمال اتاترك د د ۷۹م تلين له امله له دې شخصيته په درناوي او رحمت سره يادونه كوو. د معاصر مدنيت سويې ته د تركيې د جمهوريت د رسولو په موخه چې د اتاترك لخوا را ته په ميراث كې پاتې شوى دى، شپه ورځ هلې ځلې كوو. روح دې ښاد وي.``


پيوندونه: اردوغان , اتاترك

اړوند خبرونه