ترکیې  په پاکستان کې په زیارت  ترسره شوی  منفور  برید  په کلکو ټکو وغنده.

ترکیې  په پاکستان کې په زیارت  ترسره شوی  منفور  او ضد انساني او اسلامي  برید  په کلکو ټکو وغنده.

ترکیې  په پاکستان کې په زیارت  ترسره شوی  منفور  برید  په کلکو ټکو وغنده.

ترکیې  په پاکستان کې په زیارت  ترسره شوی  منفور  او ضد انساني او اسلامي  برید  په کلکو ټکو وغنده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  پدې اړه په خپور کړي  د تسلیت پیغام کې ویلي دي چې « ترکیه  د پاکستان  په سویل لویدیځ کې د بلوچستان ایالت د جهل مګسي  په سیمه کې  په زیارت  ترسره شوی  خونړی او وحشي  برید په کلکو ټکو غندي، د پيښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت ، کورنیو او د پاکستان  خلکو ته  جمیل صبر او ټپیانو ته  د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي د تسلیت په پیغام کې راغلي دي چې « په ډیرې خواشینۍ سره مو  پرون د ماښام په ساعتونو کې د ورور هیواد پاکستان د بلوچستان ایالت د جهل مګسي په ښار کې په یو زیارت  د ځانمرګي برید د ترسره کولو خبر تر لاسه کړ. ترکیه  دا منفور ، وحشي، ضد انساني او اسلامي  برید په کلکو ټکو غندي  او د پيښې د قربانیانو لپاره د الله د دربارڅخه  د مغفرت  او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي. ترکیه د قربانیانو کورنیو او پاکستان ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي. »

د یادولو وړ ده چې  پرون  د ماښام په ساعتونو کې د پاکستان  په سویل لویدیځ کې د بلوچستان ایالت  د جهل مګسي په ښار کې  د فتح پور په نامه په زیارت کې  چاودنه وشوه چې له امله يي لږ تر لږه  ۲۰ تنو زیارت کوونکو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۳۰ تنو ډیر ټپیان شول.

د سیمې نه په ترلاسه شوي رپوټ کې ویل شوي دي چې  په زیارت کې د جمعې د شپې له امله  د سماع محفل جوړ شوی وو چې د ماښام  د لمانځه نه څو شیبې مخکې  یو تن ځانمرګی برید کوونکی  زیارت ته داخل شو.

د زیارت  د محافظت  مسئول  پولیس په نوموړي  شکمن شو  او پوښتنې ترینه پیل کړې. پدې وخت کې  د پولیس او ځانمرګي ترمنځه  شور جوړ شو  چې ځانمرګي د زیارت د عمومي دروازې په مخکې ځان  وچولو.

په پيښه کې  پولیس  په ګډون  ۲۰ تنو ژوند  د لاسه ورکړ او ۳۳ تنه نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه