د وينزوېلا ولسمشر تركيې ته راغلى

د وېنزوېلا ولسمشر نيكولاس مادورو د يو رسمي پلاو په مشرۍ نن سهار انقرې ته راغى.

د وينزوېلا ولسمشر تركيې ته راغلى

 

مادورو ته په انقره كې د ولسمشر رجب طيب اردوغان لخوا د شانداره مراسمو په ترڅ كې ښه راغلاست وويل شو. دواړو مشرانو د اقتصادي او سياسي اړيكو پر پراختيا باندې په ټينګار سره  د متقابلې سوداګرۍ د حجم د لوړلو پر سر بحث وكړ.

نيكولاس مادورو ته د انقرې د پوهنتون لخوا د تركيې – وېنزوېلا د دوستۍ نښان هم وركړل شو.

مادورو په خپلو خبرو كې وويل چې ``په نړۍ كې يواځې يوه امريكا نشته دى. زه د هغې بلې امريكا نه چې د خپلې آزادۍ لپاره يې سر پورته كړى دى، راغلى يم.``

نيكولاس مادورو  په ۲۱مه پېړۍ كې روانو نړيوالو ستونزو ته په اشارې سره وويل چې دا پېړۍ به د هغو هېوادونو لپاره مزار وي چې د امپراتوريو تر سيوري لاندې ژوند كوي.

د نوموړپ په وينا په نړۍ كې د ځواك مركز مخ پر بدلېدلو دى. پدې مبارزه كې تركيه مهم ځاى لري د همدې امله يې له تركيې ليدنه كړې ده.



اړوند خبرونه