ولسمشر اردوغان د ایران نه هیواد ته راستون شو

اردوغان : د عراق په شمال کې د ترسره شوې ټولپوښتنې په اړه به ترکیه، ایران او عراق ګډ غبرګون وښايي

ولسمشر اردوغان د ایران نه هیواد ته  راستون شو

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل  لکه څرنګه چې مو  د ترکیې سویلي پولو کې  د ترهګرو ځالو ته  اجازه ورکړې نده  د عراق په شمال کې به يي هم  ورنکړو.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  په ایران کې د رسمي سفر نه وروسته هیواد ته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  په الوتکه کې  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه  د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې لخوا د مرکزي حکومت نه د بیلتون په خاطر د ترسره کړې غیرې مشروع ټولپوښتنې په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل « ترکیې  د ایران او عراق سره په ګډه  د نوموړې مسلې په اړه  درې ګونی میکانیزم  جوړ کړی دی. د نفتو د صادراتو په خاطر  د نللیکو  د تړولو  پریکړه به درې واړه هیوادونه په ګډه  کوي. »

ولسمشر اردوغان وویل چې  عراق  په شمال کې د فدرالي ادارې لخوا د سپټمبر په ۲۵ مه نیټه  ترسره شوې  ټولپوښتنه  هیڅډول قانوني  بڼسټ او مشروعیت  نلري. هغه وویل  پوره باور لري چې  د عراق فدرال مجلس به دا ټولپوښتنه تصویب نکړي. د عراق مرکزي حکومت  په کراتو دا خبره تکرار کړې ده  او ددې ټولپوښتنې سره يي خپل سخت مخالفت  ټولې نړۍ ته  په ډاګه کړی دی.

ولسمشر اردوغان وویل  چې دا ټولپوښتنه پداسې  حال کې ترسره شوه چې د عراق د اساسي قانون محکمې  د نوموړې ټولپوښتنې د ځنډولو  حکم کړی وو. خو د عراق په شمال کې فدرالي ادارې ددې ټولو  سره سره  دا ټولپوښتنه ترسره کړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې مشر مسعود برزاني ددې ټولپوښتنې د لغوه کولو  نه پرته  بله لار او چاره  نلري.

هغه وویل که چیرې  د برزاني ددې خبرې نه لاس وانخلي  معین وخت وروسته به  لازم ګامونه اوچت کړو.

ولسمشر اردوغان وویل  لکه څرنګه چې مونږ  مخکې هم ویلي دي ، د ترکیې په پولو کې د ترهګرو ځالو جوړولو ته اجازه ورکولی نشو. هغه وویل چې د امریکا په سفر کې ولسمشر ټرامپ ته په ښکاره ویلي دي چې  د ترکیې په سویلي پولو کې به ترهګرو ته د ځالو جوړولو اجازه ورنکړي. همداشان د عراق په شمال کې به هم  د ترهګرو ځالو جوړولو ته اجازه ورنکړو.



اړوند خبرونه