د افغان هنرمند په ګوتو د اردوغان په زړه پورې انځور

د لطف الله احرار په نامه افغان هنرمند د ياقوتو د ډبرو په واسطه د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان انځور كښلى دى.

د افغان هنرمند په ګوتو د اردوغان په زړه پورې انځور

 

احرار چې په اصل كې نقاش او سنګتراش دى د ياقوت د ۲،۵ كيلوګرامو ډبرو په واسطه د اردوغان انځور كښلى دى. احرار د اناتوليا د خبري اژانس په مركه كې وويل چې پدې تابلو يې شاوخوا دوه نيمي مياشتې كار كړى دى او مالي لګښت يې چې څه باندې ۱۳۰۰ ډالره كيږي د جنبش د ګوند د مشر باتور دوستم لخوا وركړل شوي دي.

احرار وايي چې تل د اردوغان ويناوې تعقيبوم.`` اردوغان يواځينى مشر دى چې د نړۍ د مسلمانانو او مظلومينو له حقونو دفاع كوي. د همدې امله له هغه د ځان په بيه دفاع كوم.``

احرار وايي چې اردوغان ته خپله علاقه او مينه يې د هنر له لارې ښودلې ده. 

احرار همداراز د تركيې بورس ترلاسه كړى دى او غواړي چې په همدې برخه كې لوړې زده كړې وي.

احرار وايي چې پخوا يې هم د نقاشۍ په برخه كې يو شمېر هېوادونو ته سفرونه كړي دي او يو شمېر جايزې يې هم ترلاسه كړي دي.

دا لومړى ځل دى چې د ياقوتو د ډبرو په واسطه يې انځور كښلى دى.


پيوندونه: نقاشي , اردوغان , تركيه

اړوند خبرونه