د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په جرمني  ډیرې سختې نیوکې وکړې.

اردوغان : جرمني په ښکاره توګه د پې کاکا ترهګرې ډلې نه ملاتړ کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په جرمني  ډیرې سختې نیوکې وکړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په جرمني  ډیرې سختې نیوکې وکړې.

هغه وویل چې نن ورځ د پې کاکا ترهګرې دلې سره  یواځې جرمني همکاري او مرسته کوي. ولسمشر او د عدالت او پراختیا واکمن ګوند مشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې په ریزې ولایت کې  د خپل ګوند د ولایتي  شورا په مشورتي غونډه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  د جرمني د صدارات ماڼۍ په مخکې ځوړیدلي هغه  اعلان نه په یادونې سره  چې  روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د عربستان د پاچا ملک سلمان او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان عکسونو پکې شتون درلود  او خوا ته يي لیکل شوي وو ،« دا  درې ډیکټاټوران  ووژنۍ  او دا موټر  وګټۍ » نه په یادونې سره وویل ، ددې پیښې تر شا  د چا لاس  دی؟ د جرمني د پولیسو. د جرمني د صدارت د ماڼۍ په مخکې د نړۍ د هیوادونو ولسمشران  په مرګ ګواښل کیږي  د جرمني پولیس ورته خړې خړې  ننداره کوي. ایا  کله هم  په ترکیه  کې  په جرمني ددې پیښې په څیر  کومه واقعه  رامنځته شوې ؟ نه هیڅکله هم  نه.

ولسمشر اردوغان وویل چې  کلونه کلونه کیږي چې په جرمني کې  میشتو  تر ۳ میلیونو تنو ډیرو ترکانو سره  بد چلند کیږي. د دښمن  په سترګه ورته کتل کیږي. ایا نن ورځ  د پې کاکا ترهګرې ډلې سره څوک مرسته کوي؟ البته چې  جرمني.

ولسمشر اردوغان وویل چې د جرمنۍ لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل ته مو د پې کاکا ترهګرې ډلې د ۴۵۰۰ تنو ترهګرو لست  او دوسیه  ورکړله. خو له بده مرغه د چې د کلونو کلونو په تیریدو سره يي  تر اوسه پدې سترګې پټې کړي دي. هغه په جرمني غږ وکړ چې «  تاسې  ترکیې ته د ترهګرو د اعادې او سپارولو نه ډډه کوۍ  او د ترکیې نه بیا د عزلي  ترهګرو د اعادې غوښتنه کوۍ.؟ که چیرې  ستاسې په هیواد کې قضايي  قوه او سیستم  شتون ولري په ترکیه کې هم  شتون لري. څه ډول چې قضايي ارګانونه پریکړه وکړې هماغسې به چلند وکړو. زمونږ هر څه د اوبو په څیر راڼه  دي. ډیر شیان شتون لري چې تاسو يی باید زده کړۍ.»



اړوند خبرونه