ترکیه او قطر ګډ سمندري تطبیقات کوي

ترکیې قطر ته جنګي بیړۍ او سمندري ځواکونه واستول

ترکیه او قطر ګډ سمندري تطبیقات کوي

ترکیه او قطر ګډ سمندري  تطبیقات  ترسره کوي.

د ترکیې او قطر سمندري ځواکونه به د اګست په ۶ مه او ۷ مو نیټو  ګډ سمندري تطبیقات ترسره کړي.

ترکیې  په نوموړو تطبیقاتو کې د ګډون په خاطر  جنګي بیړۍ  او  تر ۲۰۰ تنو ډیر سمندري ځواکونه قطر ته استولي دي.

د قطر د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې  د نوموړي هیواد  د سمندري ځواکونو قومندان  د تیرې دوشنبې په ورځ  قطر ته رسیدلي  د ترکیې د جنګي بیړیو نه لیدنه  وکړه.

د قطر د سمندري ځواکونو قومندان  د ترکي هیت  د مشر ډګروال  حسن اوزیورت سره  لیدنه وکړه او د هغه يي  په جنګي بیړیو کې د پرمختللې تکنالوژۍ او وسلو په اړه معلومات واخیستل.

همداشان  پدې لیدنه کې  د اګست په ۶ او ۷ مو نیټو  د ګډو تطبیقاتو په اړه  تفاهم  وشو.

د یادولو وړ ده چې  د ترکیې د سمندري ځواکونو اړوند جنګي بیړۍ  د  ۲۱۴ تنو ځواکونو سره  د تیرې دوشنبې په ورځ  قطر ته ورسیدل.

 

 



اړوند خبرونه