د ترکیې  ملي امنیت شورا  نن  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه کوي.

د ترکیې د ملي امنیت شورا نن مهمه غونډه کوي

د ترکیې  ملي امنیت شورا  نن  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه کوي.

د ترکیې  ملي امنیت شورا  نن  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه کوي.

د ترکیې د ملي امنیت د شورا د ننۍ غونډې اصلي  موضوع  د بیړني حالت  په اړه ده.

د ویلو ده چې  په ترکیه کې  د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي ساختار  لخوا د ناکامې کودتا نه وروسته  بیړنی حالت  اعلان شو.

د بیړني حالت  موده  درې ځله  وغځول شوه  . ولسمشر اردوغان  وویل چې د بیړني حالت موده  چې د جولای په ۱۹ مه نیټه  پایته رسیږي  د څلورم ځل لپاره به يي وغځوي.

همداشان  د ترکیې  لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  هم  ویلي وو چې د ملي امنیت شورا ته به د بیړني حالت د مودې د غځولو  وړاندیز وکړي.

د ملي امنیت د شورا د ننۍ غونډې بله مهمه مسله  د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې مسله ده.

پدې غونډه کې به د ترکیې په سویل ختیځ کې د ترهګرۍ پر خلاف په روانو عملیاتو او د عراق او سوریې پرمختګونو هم خبرې وشي.



اړوند خبرونه