د ترهګرۍ پر وړاندې د اروپا دوه مخى سياست

په نړۍ كې د ختيځ بلاك د لمنځه تللو نه وروسته د نړۍ سياسي نظام د امريكا تر مشرۍ لاندې يو قطبي شو. هغه نظام چې په ۱۹۴۵م كال كې د يلتا په كنفرانس كې جوړ شوى وو، نور د پاى ته رسېدلو په حال كې وو.

د ترهګرۍ پر وړاندې د اروپا دوه مخى سياست

 

 

په نړۍ كې د ختيځ بلاك د لمنځه تللو نه وروسته د نړۍ سياسي نظام د امريكا تر مشرۍ لاندې يو قطبي شو. هغه نظام چې په ۱۹۴۵م كال كې د يلتا په كنفرانس كې جوړ شوى وو، نور د پاى ته رسېدلو په حال كې وو.

په اروپا كې د پخوانۍ يوګوسلاوي اړوند سلوانيا هېواد د ۱۹۹۰م كال د جولاى د مياشتې په ۲مه نېټه خپلواكي اعلان كړه. دا پرېكړه د يوګوسلاونيا د كورنۍ جګړې د پيل يوه برخه وه. داسې كورنۍ جګړه چې په كې زرګونه كسان ووژل شول او د بوسنيا د مسلمانانو پر وړاندې د تاريخ تر ټولو خونړۍ نسل وژنه ترسره شوه. دا نسل وژنه د اروپا په زړه كې، حتى د ځينو اروپايي هېوادونو د وسله وال پوځ تر نظارت لاندې ترسره شوه.

په هالنډ كې يوې محكمې په ۲۰۱۴م كال كې د يوې پرېكړې له مخې څرګنده كړه چې ددې هېواد اوردو د بوسنيا د سربرنيتڅا په سيمه كې د شاوخوا ۱۰ زره مسلمانو ملكي وګړو د وژنې مسوليت لري. اروپا چې ظاهراً د ديموكراسۍ او مدنيت ځانګو بلل كيږي، په ۱۹۹۰يمو كلونو كې د ۵۰۰ زره بوسنيايانو پر وړاندې خپلې ټولې دروازې وتړلې. د جرمني، اتريش او ايټاليا هېوادونو د دويمې نړيوالې جګړې د پيل راهيسې د لومړي ځل لپاره په خپلو سرحدونو كې سرتيري ځاى پر ځاى كړل او شپه ورځ يې كنترول كړل. دوى په هېڅ ډول بوسنيايانو ته اجازه ونكړه چې له هېواده ووځي. پدې ډول يې په مرګ محكوم كړل.

ناټو د يوګوسلاويا په كورنۍ جګړه كې د مداخلې نه وروسته حالات تر يوه حده كنترول شول خو په ۲۰۰۱م كال كې دا ځل امريكا لومړى په افغانستان او په ۲۰۰۳م كال كې پر عراق نظامي بريد وكړ. پدې ډول نړۍ يو ځل بيا د ترهګرۍ په ګرداب كې راګېره شوه.

نن په نړۍ كې د ترهګري بريدونو پايلو ته كه وكتل شي نو يواځې د اسلامي نړۍ د ختيځو هېوادونو پورې اړه نه لري. لوېديځ هم ددې بريدونو د پايلو نه اغېزمن شوى دى. ترهګرۍ جهاني بڼه غوره كړې او هېڅوك ترې په امان كې نه دى.

ولسمشر اردوغان د كلونو راهيسې خپلو لوېديځو متفقينو ته وايي چې ترهګري سرحد نه لري. يوه ورځ به ټول د ترهګرۍ قربانيان شئ.  تركيې د تېرو ۴۰ كلونو راهيسې د پې كا كا د ترهګرې ډلې او په سوريه كې ددې ډلې د څانګې پي واى ډي د خونړيو بريدونو له امله خپل لسګونه زره هېوادوال قرباني كړي دي. ددې ترهګرو سره د مبارزې پر مهال امنيتي ځواكونو داسې وسلې او مهمات ترلاسه كړي دي چې د لوېديځو هېوادونو پورې اړه لري.  

تركيې نږدې ۵۰ كاله په يواځې ځان د ترهګرۍ سره مبارزه وكړه. د ناټو په سازمان كې د امريكا په ګډون د اروپا متفقو هېوادونو هم پدې مبارزې سترګې پټې كړې.

تېر كال په تركيه كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې يو شمېر غړو په تركيه كې د نظامي كودتا اقدام وكړ. ددې خاين اقدام پر مهال سلګونه تركي هېوادوال يې ووژل او زرګونه نور يې ټپيان كړل. اروپايي هېوادونو د ددې كودتا ترهګرو ته ښه راغلاست وويلو.  تركيې څو ځله له جرمني غوښتنه وكړه چې هغه ۴۵۰۰ ترهګر چې جرمونه يې ثابت دي، ورته وسپاري خو جرمني پدې برخه كې هېڅ ونكړل. هغو ترهګرو چې په تركيه كې ښځې، ماشومان، ځوانان او سپينږيري وژلي دي، اوس په اروپايي هېوادونو كې مېلمانه دي.

دا په داسې حال كې ده چې لوېديځه اروپا تل پر ختيځې او په ځانګړي توګه پر اسلامي نړۍ نيوكې كوي چې د ترهګرۍ كوربه توپ كوي. اوس پوښتنه دلته ده چې د دوى لخوا د ترهګرو نه ملاتړ به په كومو سترګو راتلونكي نسل ته وړاندې كيږي.

ترهګرۍ يو ځل بيا خپله وحشي څېره د انګلستان هېواد ته وښودله. تر دې وړاندې يې د فرانسې، جرمني او بلجيم هېوادونو ته هم ښودلې وه. ترهګري نوره د يو خاص مركز پورې اړه نه لري. دا پديده جهاني ده. دا ځكه چې د ترهګرۍ پر وړاندې د همدې اروپا لخوا دوه مخى سياست روان دى. دا سياست په نړۍ كې د ترهګرو د مخنيوي په موخه نه بلكې د د ملي ګټو پر اساس د ترهګرۍ سره د دوه مخي چلند زېږنده دى.

 

 


پيوندونه: پې كاكا , اروپا , ترهګري

اړوند خبرونه