د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سپینې ماڼۍ ته راورسید

اردوغان او ټرامپ‌ په سپینه ماڼۍ کې لیدنه پيل کړه

erdoğan trump

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  چې  تیره  ورځ  د چین نه  واشنګټن ته سفر کړی وو  نن  ترکیې  په ځايي‌ وخت  د ماښام  په ۷ بجو  او ۴۰ دقیقو  سپینې ماڼۍ ته  راورسید.

دواړو  مشرانو  په سپینه ماڼۍ کې  لیدنه پيل کړه. 

د امریکا  ولسمشر دونالډ ټرامپ‌ د سپینې ماڼۍ په دروازه کې ولسمشر اردوغان ته  هر کلی ووایه.

د امریکا  ولسمشر ټرامپ‌ خبریالانو ته وویل په لومړنیو څرګندونو کې وویل چې  « د اردوغان سره  مو  اوږده   لیدنه وي. د ترکیې سره  ډیرې  بریالۍ  او قوي‌ اړیکې لرو.  د ترکیې سره  به اړیکې  لاپسې  قوي‌ او مضبوطې کړو. قوي‌ او مثبته  لیدنه به وکړو. »

 

لومړی  دواړو مشرانو  په سپینه ماڼۍ کې  دوه په دوه لیدنه وکړه او وروسته يي  په ګډه خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ.

د امریکا  ولسمشر ټرامپ‌  خپلې څرګندونې  په سپینه ماڼۍ کې  د اردوغان نه د کوربه توب له امله  ډیر خوښ یم  په جملې سره  پيل کړې.

ټرامپ‌ وویل چې  د ترهګرۍ پر وړاندې  د نوي‌ دښمن  پر خلاف د مبارزې په مسلې  په ګډه کار کوو. د ترکیې نه  د ترهګرۍ پر وړاندې  په مبارزه کې  ملاتړ کوو.

هغه  زیاته کړه چې  د ښاغلي‌ اردوغان نه  په سپینه ماڼۍ کې  د کوربه توب له امله ویاړم. ترکیه د کمونیزم پر خلاف په جګړه کې  یو ډیر مهم  هیواد وو. د پخواني‌ شوروي‌ اتحاد پر وړاندې په مبارزه کې  داستان   لیکلی دی. په کوریا کې  د ترکیې  میړانتیا  او شهامت  مونږ  هیره کړې نده.  دم ګړۍ  ګډ دښمن لرو  او په ګډه  د ترهګرۍ  پر وړاندې مبارزه کوو. د ترکیې د خلکو نه  پوره ملاتړ کوو. د ترکیې نه  د پې‌کاکا  او داعش ترهګرو سازمانونو پر خلاف په مبارزه کې  ملاتړ کوو.

په سوریه کې  روان تاوتریخوالی  او جګړه  د بشریت  وجدان  ټپي‌ کوي. همداشان  په سوریه کې  سوله ییز لارې څخه  د روانې  ستونزې په اړه  هلې ځلې ستایو. 

همداشان  وروسته  د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  خبریالانو ته  څرګندونې وکړې.

ولسمشر  اردوغان  څرګندونې  د ټرامپ‌ او د هغه  د ډلې لخوا د تودې میلمه پالنې نه په مننې  سره  پیل کړې. 

ولسمشر اردوغان وویل « غواړم  یو ځل بیا  د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  ښاغلي‌ ټرامپ‌  ته  د تاریخي‌ بري‌ له امله  مبارکي‌ ووایم. »

ولسمشر اردوغان وویل چې «  دوه په دوه لیدنه کې مو   د دواړو هیوادونو په ژورو اړیکو خبرې وکړې. د ترکیې  او امریکا  اړیکې  د مشترګو  ګټو په اساس  جوړې شوي‌ دي. د ترکیې او امریکا  ترمنځه قوي‌ اړیکي‌ د نړۍوالې  سولې او ثبات له پلوه  ځانګړی  اهمیت  لري. د امریکا سره  د ملګروملتونو او ناټو په څیر  د مهمو سازمانونو  سره  نږدې  همکاري‌ او اړیکي‌ لرو. همداشان  دواړه هیوادونه  په راتلوونکې  کې د اړیکو  لا  قوي‌ کولو ته ژمن  دي. په اصل کې  امریکا ته  زما  دا سفر  د دواړو هیوادونو  ترمنځه  تاریخي‌ نقطه  او نوی  پیل  دی.»

ولسمشر اردوغان وویل چې هر څوک  چې د  ترهګرې پر وړاندې د مبارزې په بهانه  د وای پي‌ جي‌ او پي‌وای ډي‌ ترهګرې ډلې‌ مخاطبې  نیسي‌ او ورسره  مرسته کوي‌ دا د منلو وړ خبره  نده  او مناسب اقدام  ندی.

هغه وویل چې  ددې ډلو  مخاطب  نیول  د سیمې د راتلوونکی  او سولې  له پلوه  ډیر خطرناک ګام  دی. 

مونږ  باید  په ګډه  د  هغه چا پر خلاف  چې  د ترهګرۍ  پر وړاندې د مبارزې په بهانه  په سوریه او یا عراق کې  قومي‌ انډولونه  له منځه وړي‌ او خلک  د خپلو سیمو نه  شړي‌ مبارزه وکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د داعش پر خلاف  د ټولو ترهګرو ډلو  پر خلاف باید ګډه مبارزه وکړو.

ځکه چې  په سیمه کې  ددینه وروسته  ترهګرو ډلو او سازمانونو ته  نور ځای نشته.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د دواړو هیوادونود هیتانو ترمنځه  په لیدنه کې  به  په ځانګړې توګه  د جولای د ۱۵ مې د کودتا  د اصلي‌ معمار  په برخه کې  خپلې  نظریې  وړاندې کړو. 

ولسمشر اردوغان  وویل  هر هغه څوک  چې غواړي‌ چې  سوریې ، عراق، یمن  او لیبیا په څیر په هیوادونو کې  د موجودو  حالاتو نه ګټه پورته کړي‌  هغوې  خامخا  د ناکامۍ سره محکوم  دي.

ولسمشر اردوغان په پای کې یو ځل بیا  د ټرامپ‌ نه مننه وکړه.



اړوند خبرونه