اردوغان امریکا ته سفر وکړ
د ترکیې ولسمشر د چین نه د امریکا پر لورې روان شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د چین په پلازمینه بیجینګ کې د نړۍوالې همکارۍ په خاطر د وریښمو لارې او کمربند په نړۍواله غونډه کې د ګډون په خاطر نوموړي هیواد ته سفر کړی وو نن واشنګټن ته سفر وکړ.
ولسمشر اردوغان د مې په ۱۶ او ۱۷مو نیټو د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ سره د لیدنې په موخه واشنګټن ته لاړ.
ولسمشر اردوغان نن لومړی د چین د ولسمشر لخوا په جوړه شوې میلمستیا کې ګډون وکړ او وروسته بیا په خپله ځانګړې الوتکه کې د امریکا پر لورې روان شو.
د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان د امریکا د نوي ولسمشر ټرامپ سره د لومړي ځل لپاره مخامخ لیدنه کوي. پدې لیدنه کې به د سیمه ییزو او نړۍوالو مسلې په اړه خبرې وشي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له امریکا ته د ولسمشر اردوغان ددې سفر په مهال به د امریکايي چارواکیو سره په لیدونو کې د دواړه اړخیزو اړیکو سربیره ترکیې ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر د اعاده کولو ، په سوریه او عراق کې په روانو پرمختګونو او ترهګرۍ پر خلاف په مبارزې کوي.
همداشان ولسمشر اردوغان به د امریکا د ولسمشر ټرامپ سره په لیدنه کې د امریکا لخوا په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې وای پي جي سره د وسلو د مرستې اړوند خپل غبرګون او اندیښنه وښايي.
ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د عدلیې وزیر باقر بوداغ، د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو، د اقتصاد وزیر نهات زیبکچي، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق او د ملي دفاع وزیر فکري اشق ملګرتیا کوي.