د ترکیې او امریکا  د ولسمشرانو د مخامخ لیدنې نیټه  معلومه شوه.

ولسمشر اردوغان لومړی د پوتین او وروسته د ټرامپ سره لیدنه کوي

د ترکیې او امریکا  د ولسمشرانو د مخامخ لیدنې نیټه  معلومه شوه.

د ترکیې او امریکا  د ولسمشرانو د مخامخ لیدنې نیټه  معلومه شوه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د مې د میاشتې په ۱۶ مه نيټه  په واشنګټن کې  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ سره  مخامخ لیدنه وګوري.

د ولسمشر ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان به  لومړی د مې د میاشتې په پیل کې د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  وګوري. 

ولسمشر اردوغان د یو خصوصي تلویزیون سره  په ځانګړې مرکه کې وویل چې « د ټرامپ په مشرۍ د امریکا اداره ترکیې ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن د اعاده کولو په برخه کې  د پخواني ولسمشر  اوباما  د ادارې  په پرتله  صمیمي  چلند کوي.»

ولسمشر اردوغان وویل چې  د لوی ترهګر فتح الله ګولن نه باید د هغه څرګندونو  چې  ویلي دي چې  د امریکا د پنسلوانیا نه  ۱۷۰ هیوادونه  اداره کوي  پوښتنه وشي.

ولسمشر اردوغان  د اپریل په ۱۶ مه په ټولپوښتنه کې په ترکیه کې د نوي حکومتي سیستم  په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل «  په ترکیه کې نوی حکومتي سیستم به  په ۲۰۱۹ کال کې  پلی شي.» ولسمشر اردوغان په ټینګار وویل چې په ترکیه کې  رژیم  نه بلکې  حکومتي سیستم کې بدلون راځي. حکومتي سیستم  د پارلماني نه په ریاستي بدلیږي .

ولسمشر اردوغان  پدې وروستیو کې  د اروپا لخوا د ترکیې سره  د خصمانه  چلند  او د دښمن په سترګه کتو  ته په اشارې سره وویل «  اروپا په اصل کې د نازیزم او فاشیزم پر لورې روان دی. د هغوې  دا وروستي چلندونه  ددې خبرې ژوندۍ بیلګه ده. »

ولسمشر اردوغان  د اروپا د امنیت او همکارۍ  د تشکیلاتو  لخوا په ترکیه کې د ترسره شوې ټولپوښتنې  اړوند د جوړ کړي راپور په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « د اروپا د امنیت او همکارۍ  د تشکیلاتو  او اورپا شورا  د ترکیې  د ټولپوښتنې نه د نظارت په خاطر  د پې کاکا ترهګرې ډلې  ملاتړي  او سر سخت پلویان  د یو هیت په نامه  ترکیې ته رالیږلي وو.»

ولسمشر اردوغان  د نوموړي هیت  د پې کاکا ترهګرې دلې سره  د غاړه غړۍ عکسونو په ښودو سره  وویل «  تاسې خپله قضاوت وکړۍ. یو تن  چې  د یو ترهګریز سازمان  ملاتړی  وي او د هغوې  سره پدې اندازه  نږدې  اړیکې ولري  هغه  څرنګه کولی شي  چې  سم قضاوت وکړي. ایا  ددې  هیت  راپور  سم  دی؟ دا  زمونږ لپاره د منلو وړ دی؟ هیڅکله هم  نه. دوی  دلته  د پې کاکا  ترهګرې ډلې نه د ملاتړ او هغوې د سیاسي کمپاینونو په خاطر راغلي وو»

ولسمشر اردوغان  د ترهګرۍ پر وړاندې د ترکیې مبارزې ته په اشارې سره وویل

« ترکیې  د تیرو ۲۰ میاشتو راهیسې  د هیواد په دننه او بهر کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  پر خلاف د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې  تر ۱۱ زرو تنو ډیر  ترهګر له منځه وړي دي. »

ولسمشر اردوغان  د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې د موجودو ستونزو په اړه وویل چې  « اروپايي ټولنه  د ترکیې په مقابل کې دوه مخی چلند کوي. درواغ وايي. تل د دوکې نه کار اخلي. اروپا لومړی باید  دوه مخي، درواغ ویل او دوکه بازي  پریږدي وروسته  به سره ګورو. »

ولسمشر اردوغان وویل چې  د اړتیا په صورت کې  د ټولنې سره  د ترکیې د غړیتوب د مذاکراتو  د دوام  او یا پرې کولو په خاطر  کیدای شي چې  یو ځ بیا  د خپل ملت نه پوښتنه وکړو. پدې اړه هم  یوه ټولپوښتنه  جوړه کړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ټولنې  د ۵۴ کلونو راهیسې  ترکیه  د غړیتوب په خاطر  منتظره کړې ده. ایا مونږ  پدې موده کې  د اروپا په مرستو ژوند کوو؟ ایا مونږ د اروپا په مرستو په خپو ولاړو یو؟ نه هیڅکله هم نه. ترکیې  یواځې په تیرو ۱۴ یا ۱۵ کلونو کې  درې برابره  وده او پرمختګ کړی دی . ترکیه  اوس  په خپله  د خپلې لارې  د تعینولو  او د خپل قدر  د معلومولو په اندازه  پیاوړې  او ځواکمن  هیواد دی.

ولسمشر اردوغان یو ځل بیا په اروپايي ټولنې د درستوالي  غږ وکړ. هغه اروپا ته په خطاب کې وویل چې  تاسې  ترهګر د هیت په نامه  مونږ ته رالیږۍ  او په ترهګرو د ټاکنو نظارت کوۍ. ستاسې دا ډول  چلند زمونږ لپاره د منلو وړ ندی.

تر ننه پورې چې  اروپا د ترکیې په اړه  جوړ کړي څه راپورونه شتون لري دا ټول  د سیاسي  او آدیالوژیک  له پلوه جوړ شوي دي. په یو راپور کې هم  درستوالی  او عدالت به نظر کې ندی نیول شوی . اروپا تل غواړي چې  د خپلو اډیالوژیکو راپورونو سره  ترکیه  محکومه کړي خو ددینه وروسته به دیته اجازه ورنکړو.



اړوند خبرونه