ولسمشر اردوغان : هر سړی د سوریې د ویشلو هڅه کوي

ولسمشر اردوغان : اروپا د ترکیې سره خصمانه چلند کوي

ولسمشر اردوغان : هر سړی د سوریې د ویشلو هڅه کوي

د  ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  اروپا د ترکیې پر وړاندې  داسې دریځ  غوره کړی چې  د جګړې  په حال کې د یو هیواد په مقابل کې هم  څوک نه غوره کوي.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د الجزیرې تلویزیون سره  په ځانګړې مرکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  د رژیم د بدلون په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل « ترکیې  د رژیم په برخه کې  په ۱۹۲۳ کال کې خپل انتخاب  او ترجیح کړې ده . د اپریل په ۱۶ مه په ټولپوښتنه کې  د اساسي قانون د تعدیل سره  د ترکیې په حکومتي سیستم کې بدلون راځي. رژیم  په خپل ځای دی  او پدې اړه  ګام اوچتولو ته اړتیا نشته.»

ولسمشر اردوغان  د ترکیې او اروپا ترمنځه  وروستیو پرمختګونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل «  اروپا د ترکیې پر وړاندې  نازي فاشیزم  چلند کوي. دا ډول چلند  د جګړې په حال کې د یو هیواد سره  کیږي. »

ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د اپریل ۱۶ مه د ټولپوښتنې د پایلو  او شفافیت په اړه  د اروپا د امنیت او همکاریو د تشکیلاتو  د هیت لخوا  په جوړ شوي راپور  سخته نیوکه وکړه او وویل «  اروپا  د ترکیې د ټولپوښتنې د نظارت  او پدې اړه د راپور جوړولو په خاطر  یو هیت  ترکیې ته راستولی وو. خو له بده مرغه چې دا هیت  د پې کاکا ترهګرې ډلې  د سترو ملاتړ کوونکو نه وو. ددې هیت  غړیو  په کراتو مراتو  د پې کاکا  په سیاسي غونډو، لاریونو  او فعالیتونو کې ګډون کړی وو. دا خبره په اسنادو او شواهدو ثابته شوه. د ټولو عسکونه او فلمونه شتون لري. »

ولسمشر اردوغان د ترکیې او امریکا د اړیکو په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل « پوره باور لرم چې امریکا  به  د ترکیې په اړه غوره کړي دریځ  او سیاستونو کې  تغیرات راولي . ځکه چې  پخواني ولسمشر باراک اوباما  ترکیې ته ډیر زیات فریب ورکړ. پوره باور لرم چې  ښاغلی ټرامپ  به په سیاستونو کې  جدي بدلون راولي. »

ولسمشر اردوغان  په سوریه او منځي ختیځ کې د روانو پرمختګونو د ایران د سیاستونو په اړه هم  پوښتنې ځواب کړې.

هغه  وویل چې د هر څه مخکې باید ووایم چې ایران د سیمې په اړه د خپل نفوذ د خورو  سیاست غوره کړی دی. د ایران  دې ډول سیاستونو مونږ  ډیر خواشیني کړي یو.

هغه وویل چې  په عراق کې روان پرمختګونه په مونږ  مخامخ اغیزې کوي. هیڅوک د سوریې د ستونزې حل نه غواړي. د سوریې د ستونزې د حل په خاطر  هیڅوک  په ګډه حرکت کولو ته زړه نه ښه کوي. هر سړی  د سوریې  د ویشلو په غم  کې دی.

ولسمشر اردوغان  د ټولپوښتنې نه وروسته  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ  سره  د ټیلیفوني خبرو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « ښاغلي ټرامپ  د ټولپوښتنې د پایلو له امله مبارکي وویله . همداشان مونږ هم ورته د پاسکالیا د اختر مبارکي ورکړه. د سوریې او عراق په مسلو مو خبرې وکړې. په نږدې راتلوونکي کې مو د مخامخ لیدنې په مسلې خبرې وکړې . په سوریه کې د پي وای ډي او وای پي جي  ترهګرو ډلو په اړه مو  خپله اندیښنه ټرامپ ته وړانډې کړه . د سوریې د رژیم لخوا د کیمیايي وسلو د برید په مسلې مو خبرې وکړې. »

ولسمشر اردوغان  د ټرامپ سره په ټیلیفوني خبرو کې ټرامپ  په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې پي وای ډي او وای پي جي  سره د امریکا د مرستو په اړه  د پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټرامپ د نوموړو ترهګرو سره  د مرستو د درولو نه یادونه وکړه او که نه؟ داسې وویل ، پدې اړه مونږ خپلې اندیښنې وړاندې کړې. پدې مسله  به  د ښاغلي ټرامپ سره په مخامخ لیدنه کې په هراړخیزه توګه خبرې وکړو. د مخکي ولسمشر په دوره کې هم  د امریکا سره پدې اړه زمونږ  مطابقت شتون درلود. خو  له بده مرغه چې  اوباما  د پې وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو په مسله کې مونږ ته  فریب راکړ. ددې په هیله چې د ټرامپ اداره  تیره خطا تکرار نکړي. اوباما  د ترهګرو سازمانونو  په اړه مونږ سره په کړو ژمنو عمل ونکړ. ظاهر يي  زمونره  سره یو ډول ژمنه وکړه او باطل کې بیا  بل څه وکړل. 

ولسمشر اردوغان وویل چې  پوره باور لري چې ټرامب  د ترکیې په اړه په سیاستونو کې جدي بدلون راولي. ولسمشر اردوغان وویل چې د ټرامپ د ادارې نه  خوښ یو. ټرامپ په هر فرصت کې زمونږ سره د همکارۍ ژمنه کوي چې دا پخپله د هر څه ښکارندويي کوي.

 

ولسمشر اردوغان  د اروپايي ټولنې سره  د روانو ستونزو په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل « اروپا د ترکیې پر خلاف خصمانه  دریځ غور کړې دی. دا ځکه چې  اروپا  پدې وروستیو  کلونو کې د ترکیې  پدې اندازه  پرمختګ  او بریالیتوب  زغملی نشي. ترکیه هغه پخوانۍ ترکیه نده. ترکیه  اوس  په هغه لار  چې  باور پرې لري  د ثابتو ګامونو سره  پرمخ  روانه ده. اروپا  د ټولپوښتنې پر مهال  د  چا خبره د ترکیې د حکومت پر خلاف  رسمآ د جګړې اعلان کړی وو. د بیلګې په توګه  د سویس د پارلمان د ودانۍ په مخکې  په مظاهره کې  زما  لوی  پوستر  ځوړول شوی وو چې  سر ته يي راته پکې  تپانجه  نیولې وه. ایا د یو هیواد د پارلمان د وداني په مخکې د پولیسو د سترګو پر وړاندې  د یو بل هیواد د ولسمشر پر خلاف  داسې اقدام  ته څوک اجازه ورکوي؟ ایا  د یو هیواد د پارلمان په مخکې د بل هیواد ولسمشر د پولیسو د سترګو پر وړاندې  په مرګ ګواښل کیږي؟ همداشان  په جرمني، بلجیم، سویډن او هالنډ کې هم  ورته  چلندونه وشول. په ټولپوښتنه کې  د اساسي قانون تعدیل منل کیدل  اروپا ډیره  ناراحته کړې ده . ځکه چې ددوې پخپله  ددې ټولپوښتنې پر خلاف کمپاینونه ترسره کول.

کله چې مونږ  ددوې دې چلند ته نازیزم  او فاشیزم وایو بیا  ناراحته کیږي. نړۍ دا ګمان کولو چې په اروپا کې به نازیزم  پایته رسیدلی وي خو نه نن  يي هم  نښې او نښانې لیدل کیږي.

 


پيوندونه: اروپا , اردوغان , ترکیه

اړوند خبرونه