ددې تکنالوژۍ سره به د ترکي سرتیرو توان څو برابره لوړ شي

د ترکیې  د دفاعي صنایع  شرکت  اسلسن  د ترکي سرتیرو لپاره  د بهرني میخانیک اسکلیټ په نامه  یو مرستندویه  روبوت  جوړ کړ.

ددې تکنالوژۍ سره  به د ترکي سرتیرو توان څو برابره لوړ شي

 د ترکیې  د دفاعي صنایع  شرکت  اسلسن  د ترکي سرتیرو لپاره  د بهرني میخانیک اسکلیټ په نامه  یو مرستندویه  روبوت  جوړ کړ.

د اسلسن لخوا د اسیا په نامه  جوړ شوی  دا میخانیک اسکلیټ اغوستل کیږي. د سرتیرو سره  په غرونو او  ناهموارو سیمو  د  مزل، منډو ، په دنګو دنګو او اوچتو سیمو  د ختو، توپ وهلو  او دروند  بار  د انتقال  په برخه  مرسته کوي.

اسلسن  شرکت  د ترکي سرتیرو د قابلیتونو  او توان  د لوړولو په خاطر  د ټکنالوژۍ نه په استفادي سره  روبوت جوړ کړ.

ویل کیږي  دا روبوت به  د ترکیې د ځانګړو ځواکونو سربیره  پلو او جاندارما ځواکونو ته هم  ورکړل شي.

دا روبوت  د سرتیرو  په خپو، عضلاتو  او بندونو باندې  موجود  فشار  کموي .

په سختو شرایطو کې  د سرتیرو سره  مزل، منډه، د توپ وهلو قابلیت او دنګو دنګو سیمو ته  د ختلو  ظرفیت  لوړوي  او مرسته ورسره کوي.

سرتیري  ددې روبوت د اغوستو سره  د پوره تجهیزاتو  د انتقال په برخه  کې  د هیڅډول  ستونزې سره نه مخامخیږي. دا  روبوت د هغوې سره  د بار  په وړولو کې  مرسته کوي.


پيوندونه: اسلسن , روبوت , ترکیه

اړوند خبرونه