د تركيې د ملي دفاع په سيستم كې د بدلون پيلامه

ه داسې حال كې چې د منځني ختيځ په سيمه كې د روانې بې ثباتۍ له امله يو زيات شمېر هېوادونه اغېزمن شوي دي، تركيه د سيمه ايزو او نړيوالو نظامي ګواښونو سره د مقابلې په موخه د خپل دفاعي سيستم او وړتيا د زياتولو په موخه پراخې هلې ځلې كوي.

د تركيې د ملي دفاع په سيستم كې د بدلون پيلامه

 

 

په داسې حال كې چې د منځني ختيځ په سيمه كې د روانې بې ثباتۍ له امله يو زيات شمېر هېوادونه اغېزمن شوي دي، تركيه د سيمه ايزو او نړيوالو نظامي ګواښونو سره د مقابلې په موخه د خپل دفاعي سيستم او وړتيا د زياتولو په موخه پراخې هلې ځلې كوي.

د تركيې د دفاعي سيستم د پياوړتيا په موخه داسې پلانونه شته دى چې د روسيې له هېواده د اېس – ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي توغنديو د پېرولو لپاره خبرې اترې پيل شي.

 

د تركيې جمهوريت د خپل نظامي او ډيپلوماټيك قابليت د پياوړتيا په موخه پدې وروستيو كې مهم ګامونه پورته كوي. تركيه هڅه كوي چې په اوږدمهاله موده كې د يو نړيوال زبرځواك په توګه خپل دفاعي سيستم د ملي او سيمه ايزو امكاناتو په كارولو سره نور هم پياوړى كړي. پدې لړ كې د تركيې په سوېل كې د عراق او سوريې په څېر د دوو بې ثباته هېوادونو شتوالى او په سيمه كې د داعش او پې كا كا په څېر د ترهګرو ډلو فعاليتونه تركي چارواكي دې ته اړ كړل چې د خپل دفاعي سيستم د لا زياتې پياوړتيا په موخه د روسيې سره نږدې همكاري وكړي. د تركيې پر وړاندې د كيمياوي وسلو او توغنديو د احتمالي بريدونو د دفاع په موخه حكومت هڅه كوي چې د روسيې له هېواده د اېس – ۴۰۰ ډوله پرمختللي توغندي وپېري. په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې واى پي ډي سره د امريكا د نږدې همكارۍ سياست هم ددې سبب شوې چې تركيه د روسيې سره نږدې شي.  كه څه  هم د سوريې په اړه د ټرمپ په سياسي دريځ كې د بدلون نښې نښانې نه ليدل كيږي خو د اوس لپاره په اقتصادي او سياسي ډګر كې د تركيې – روسيې نږدېوالى د امريكا د ناسم سياست زېږنده عمل دى.

تركيه د ناټو د يو غړي هېواد په توګه له ډېره پخوا د توغنديو د مخامخ بريد تر ګواښ لاندې وه د ناټو غړو هېوادونو د پاټريوټ په نامه د توغندي دفاعي سيستم له اوږد ځنډه وروسته په موقتي ډول  تركيې ته وركړ.  اوسمهال د اسپانيا پرته د ناټو نورو غړو هېوادونو د پاټريوټ د توغنديو دفاعي سيستمونه له تركيې بهر كړي دي. سربيره پر دې په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې واي پي ډي د ځواكونو سره داسې سپكې وسلې موجودې دي چې د ناټو د غړو هېوادونو لخوا جوړې شوې دي. همداراز د استانبول په زړه په ترسره شوو ترهګري بريدونو كې هم هغه چاودېدونكي مواد كارول شوي دي چې د ناټو د غړو هېوادونو په فابريكو كې جوړ شوي دي. د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې لخوا د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا د ناكام اقدام پر وړاندې هم لوېديځ د اړتيا وړ غبرګون ونشو ښودلى. د پورتنيو ټولو دلايلو په نظر كې نيولو سره تركيه دې ته اړ شوه چې د بهرني او دفاعي سياست په برخه كې د ځان لپاره نورې لارې چارې ولټوي.

تركيې تر دې وړاندې د ۲۰۰۰م ميلادي كال راهيسې د نايك هېركولس تر نامه لاندې هوايي دفاعي سيستم درلود. دا سيستم د پخواني شوروي اتحاد د جنګي الوتكو پر وړاندې اغېزمن وو. خو په نوې ټېكنالوژۍ سمبالو جنګي الوتكو او پرمختللو توغنديو پر وړاندې كمزورى شوى دى. د همدې امله تركيې د عراق د دواړو جګړو او بيا وروسته د سوريې د جګړې پر مهال د دفاعي سيستم د پياوړتيا په موخه له ناټو د مرستې غوښتنه وكړه.

تركيې ددې تشې د ډكولو په موخه شاوخوا ۵ كاله وړاندې د ملي دفاعي سيستم د رامنځته كولو په موخه يوه پروژه په نړيواله سطحه داوطلبۍ ته وړاندې كړله. پدې داوطلبۍ كې د روسيې، امريكا، فرانسې، ايټاليا او چين د هېوادونو د وسلې جوړولو شركتونو ګډون كړى وو چې د مزايده د چين د هېواد يو شركت وګټله. د تركيې په غوښتنه چينايي شركت هوكړه كړې وه چې دفاعي سيستم د تركي انجينيرانو سره په ګډه توليد او په پايله كې دا ټېكنالوژي تركيې ته انتقال كړي. د چينايي شركتونو سره د خبرو اترو پر مهال د امريكا او ناټو لخوا غبرګونونه زيات شول. ځكه چې د چين لخوا جوړ شوي توغندي د ناټو د غړو هېوادونو د وسلو سره مطابقت نه لري. همداراز پر چينايي شركت باندې د امريكا لخوا بنديزونه لګېدلي ول. په پايله كې تركيه اړه شوه چې د چينايي شركت سره دا تړون لغوه كړي.

 

د بله پلوه د روسيې د هېواد شركت د اړوندې مزايدې پر مهال د توغنديو بيه راټيټه كړې ده. همداراز د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې هم پراختيا مومي. ددې په پايله كې تمه كيږي چې د روسيې د اېس – ۴۰۰ ډوله توغنديو دفاعي سيستم د تركيې د راتلونكې لپاره يو بديل وي.

داسې اټكل كيږي چې د روسيې لخوا د اېس – ۴۰۰ ډوله توغنديو د دفاعي سيستم د پېرلو وړانديز به د ناټو د غړو هېوادونو لخوا ونه منل شي. تركيه به په يواځې ځان دا سيستم فعال كړي او يواځې هغه سيمې به پرې وساتي چې د تركيې په خاوره كې دي. دا په داسې حال كې ده چې د تركيې دفاعي سيستم په ټوليز ډول د ناټو د غړو هېوادونو سره تړلى دى. تر هغه پورې چې د اېس – ۴۰۰ ډوله توغنديو سيستم د ناټو سره همغږى كيږي، يو لړ جدي ستونزې به رامنځته كړي. كه چېرې ناټو او امريكا د تركيې لخوا اېس- ۴۰۰ ډوله توغنديو د پېرودلو له امله ناراحته وي نو په سيمه كې دې داسې سياست غوره كړي چې د ځواك د موازنې په برخه كې د تركيې سره ګډ كار وكړي.

هوايي دفاعي سيستم د بې پيلوټه الوتكو، چورلكو، جنګي جټ الوتكو، توغنديو او باليسيتكي توغنديو پر وړاندې يو ډول دفاعي سپر جوړوي. دا به په سيمه كې د حضور او ثبات د رامنځته كولو په برخه كې مهم ګام وي.

 

 



اړوند خبرونه