د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په اروپا کې د احتمالي دیني جګړې پیلیدو خبرداری ورکړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو اروپا  ته  د  احتمالي  دیني  جګړې  په مقابل کې خبرداری ورکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په اروپا کې د احتمالي دیني جګړې  پیلیدو خبرداری ورکړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو اروپا  ته  د  احتمالي  دیني  جګړې  په مقابل کې خبرداری ورکړ.

چاووش اوغلو  په هالنډ کې د تیرې ورځې پارلماني ټاکنو پایلو په اړه ارزونې وکړې.

هغه وویل که چیرې  د ټاکنو پایلو ته  وګورو  هیڅ کوم توپیر نه لیدل کیږي. ځکه چې پدې هیواد کې  د سوسیال ډیموکراټ  او فاشیست  ویلډرز  ترمنځه کوم توپیر شتون نلري. دواړه  د یو ذهنیت خاوندان دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو دا څرګندونې د انتالیا ولایت نه د لیدنې پر مهال وکړې. هغه وویل لکه څرنګه چې  د هالنډ په ټاکنو کې  د سوسیال ډیموکراټ او فاشیست  ویلډرز  د رایو ترمنځه جدي توپیر شتون نلري همداشان  د دواړو یو ذهنیت خاوندان دي.

هغه وویل چې  اروپا کوم لورې ته روانه ده. دې ډول  برخو اروپا  د لمنځه وړو د ګواښ سره مخامخ کړې ده . اروپا يي  د غره  څوکې  یا پاڼ  ته  رسولې ده چې هر شیبه يي لاندې غورځیدو ګواښ شتون لري. که چیرې  حالات پدې شان دوام وکړي  په نږدې راتلونکي کې به په اروپا کې دیني جګړه پیل شي.

که چیرې  د اروپا  تاریخ  راوسپړو  او ددوې مخې ته يي کیږدو  د ډیر شرم نه به د یو بل مخ ته  ونه ګوري. اروپایانو  څه باندې یوه پیړۍ  د دیني جګړو په پایله کې  یو بل  ووژل خو د پای کې  ددې خبرې درس واخیست. وروسته اروپايي ټولنه رامنځته کړه او د اروپا شورا يي جوړه کړه. اوس چې ګورو  یو ځل بیا ددې ټولو  د لمنځه وړو  باندې پيل شوی دی . اروپا  یو ځل بیا  د هغه پخوانیو دیني جګړو  پر لورې روانه  ده.


پيوندونه: اروپا , هالنډ , ترکیه

اړوند خبرونه