د عثماني امپراتورۍ د متقدر پادشاه د ژوند په اړه ډرامه

د عثماني امپراتورۍ د وروستي مقتدر پادشاه او خليفه سلطان عبدالحميد ثاني د ژوند او كارنامو په اړه يوه په زړه پورې ډرامه جوړه شوه.

د عثماني امپراتورۍ د متقدر پادشاه د ژوند په اړه ډرامه
د عثماني امپراتورۍ د مقتدر پادشاه سلطان عبدالحميد ثاني د ژوند په اړه ډرامه
د عثماني امپراتورۍ د مقتدر پادشاه سلطان عبدالحميد ثاني د ژوند په اړه ډرامه

د عثماني امپراتورۍ د وروستي مقتدر پادشاه او خليفه سلطان عبدالحميد ثاني د ژوند او كارنامو په اړه يوه په زړه پورې ډرامه جوړه شوه.

ټاكل شوې ده چې د `پايتخت، عبدالحميد` په نامه د ډرامې لومړۍ برخه  به د فبرورۍ د مياشتې په ۲۴مه نېټه د ټي آر ټي – ۱ ټلوېزيوني كاناله نشر ته وسپارل شي.

سلطان عبدالحميد ثاني په ۱۸۷۶م كال كې د امپراتورۍ د سختو شرايطو پر مهال پر تخت كېناست د ۳۳ كلونو لپاره يې امپراتوري اداره كړه. دا دى ددې سلطان ژوند او كارنامې د لومړي ځل لپاره د ډرامې په بڼه د ټلوېزيون په پرته ظاهرېږي.

دا ډرامه د تركيې د كوجه اېلې په ولايت كې جوړه شوې ده چې ډايركټر يې سردار آكا دى او د سلطان رول په كې د بولنت انيال لخوا لوبول كيږي.

سلطان عبدالحميد ثاني د عثماني امپراتورۍ د شاهي كورنۍ د مقتدرو پادشاهانو له جملې شمېرل كيږي چې د ژوند په اړه يې ډېر لږ څه راپاتې دي. نوموړى په داسې حال كې پادشاه شو چې د نړۍ د لويو قدرتونو لخوا د عثماني امپراتورۍ د خاورې د ويشلو سيالي روانه وه. سلطان پدې موده كې وتوانېد چې د خپل ځواك او ذكا په واسطه امپراتوري تر يوه حده د يرغلګرو پر وړاندې وساتي.

پدې ډارمه كې د عبدالحميد ثاني د حكمرانۍ وروستي ۱۳ كلونه نندارې ته وړاندې كيږي. پدې موده كې د لوېديځو قدرتونو د شومو پلانونو پر وړاندې د پادشاه غوڅ دريځ او پياوړى سياست ښودل كيږي.

د ډرامې مهمه برخه د ځواك مجادله ده.

په دې ډرامه كې په د نولسمې پېړۍ د پاى په كلونو كې د لوېديځ او عثماني امپراتورۍ ترمېنځ كشمكش ته په اشارې سره به د يونان جګړې ته ځاى وركړل شوى دى  چې اوږدې مجادلې وروسته برى د عثماني امپراتورۍ په برخه شو.

سربېره پر دې به د حجاز د اورګاډي د پټلۍ د پروژې تر څنګ نورې مهمې پېښې هم د ډرامې يوه برخه وي.

ټاكل شوې ده چې د ډرامې له لارې به د سلطان عبدالحميد ثاني د مجادلې په پايله كې د پياوړي تركي ملت پيغام خلكو ته وړاندې شي.

پدې ډرامه كې د تركيې د سينما نامتو څېرو بولنت اينال، اوزلم جونكر، سېلېن اوزتورك، اكن اكنوزو، اېزګي ايوب اوغلو، حاكان يوياف، سايګن سويسال او اوموت كورت برخه اخيستې ده. سربېره پر دې د ډرامې ټول هنرمندان شاوخوا ۵۰۰ تنه دي. د ډرامې تخنيكي چارې د ۱۲۰ پر غاړه دي.



اړوند خبرونه