ترکیې په پاکستان کې په زیارت ترسره شوی منفور برید وغنده

ترکیې د پاکستان  په سویل کې  د سند ایالت د سهوان شریف په سیمه کې  د لعل شهباز قلندر  په زیارت  ترسره شوی خونړی  برید په تنه لهجه  وغنده.

dışişleri, kanada cami saldırı kınama.jpg

ترکیې د پاکستان  په سویل کې  د سند ایالت د سهوان شریف په سیمه کې  د لعل شهباز قلندر  په زیارت  ترسره شوی خونړی  برید په تنه لهجه  وغنده.

د ترکیې  د بهرنیو چارو وزارت د نوموړې پیښې په اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل دي « په خواشینۍ سره  مو  د پاکستان د سند ایالت  د سهوان شریف په سیمه کې  په مشهور زیارت د منفور  برید خبر ترلاسه کړ.

ترکیه  د پاکستان  په امنیت او استقرار  ترسره شوی  دا منفور  او ضد انساني  برید  په کلکه توګه غندي، د پيښې د قربانیانو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، د ټپیانو لپاره عاجله شفاء، د قربانیانو کورنیو، د پاکستان حکومت او ورور  ملت  ته  د جمیل صبر  غوښتنه کوي. ترکیه  پدې غم کې ځان د پاکستان د خلکو سره  شریک بولي.»

په خبرپاڼه کې  راغلي دي چې ترکیه  د ورور او دوست هیواد پاکستان سره  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  ملاتړ ته دوام ورکوي.

د یادولو وړ ده چې  پرون  د ماښام په ساعتونو کې  د پاکستان په سویل کې د سند ایالت د سهوان شریف په سیمه کې  د مشهورو صوفیانو نه د لعل شهباز قلندر په زیارت کې  ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۷۵ تنه مړه او تر ۱۵۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

د سند ایالت د روغتیا وزارت ویلي دي چې  د پیښې ډیری قربانیان  ښځې او ماشومان  دي. د ټپیانو نه د ډیرو روغتیايي حالت  ښه  ندی.


پيوندونه: پاکستان , ترکیه

اړوند خبرونه