د امریکا  متحده ایالتونو لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورد  ترکیې ته راغی.

ډانفورد ترکیې ته راغی

د امریکا  متحده ایالتونو لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورد  ترکیې ته راغی.

د امریکا  متحده ایالتونو لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورد  ترکیې ته راغی.

د  هیواد  لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار  به  د امریکا د لوی درستیز سره  په ادانا  ولایت کې د انجیرلي په هوايي هډه کې وګوري.

همداشان تمه کیږي  چې د دواړو هیوادونو د لوی درستیزوالان  د لیدنې نه وروسته  خبري غونډه کې ګډون وکړي.

د ویلو ده چې  تیره ورځ  د ترکیې د ملي دفاع وزیر  فکري اشق په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې  د امریکا لوی درستیز سبا ترکیې ته سفر کوي.

هغه ویلي وو چې  ددې  سفر هدف په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې په اصلي مرکز رقه  د عملیاتو د پیلولو په مسلې خبرې کول دي.

هغه وویل چې د دواړو هیوادونو لوی درستیزوالان  به  د رقه عملیات د دواړو هیوادونو لخوا په ګډه د ترسره کیدو او یا نه ترسره کیدو په مسلې په اړخیزه توګه خبرې وکړي.

د نوموړو عملیاتو  په تخنیکي  برخو د خبرو کولو نه وروسته به وروستۍ پریکړه اعلان شي.

هغه وویل چې د امریکا  د دفاع د وزیر سره په لیدنه کې  په سوریه کې د پې کاکا  ترهګرې ډلې د څانګې  پي وای ډي سره  د هغوې د مرستو په اړوند د ترکیې اعتراض  وړاندې کړ. امریکا  ویلي دي چې  د ترکیې په اعتراض  به په اړخیزه توګه  ارزونې وکړي او د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف به د ترکیې سره لا زیاته مرسته وکړي.

دفاع وزیر  د الباب د عملیاتو په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل « عملیات په وروستي پړاو کې قرار لري. ددینه وروسته  هدف  ممبیچ او رقه  دی.


پيوندونه: امریکا , ترکیه

اړوند خبرونه