د سوريې كړكېچ او د امنې سيمې وړانديزونه

د سوريې د كړكېچ د هواري په موخه د سيمه ايزو او نړيوالو ټولنو لخوا د امنې سيمې د جوړولو په ګډون بېلابېل وړانديزونه كيږي.

د سوريې كړكېچ او د امنې سيمې وړانديزونه

 

د سوريې د كړكېچ د هواري په موخه د سيمه ايزو او نړيوالو ټولنو لخوا د امنې سيمې د جوړولو په ګډون بېلابېل وړانديزونه كيږي. امنه سيمه چې په لومړي سر كې د تركيې وړانديز هم دى ځينې وختونه په رسنيو په ناسم ډول كارول كيږي. دا چې دا وړانديز به څه ډول د سوريې د كړكېچ د هواري په موخه وكارول شي، پدې اړه به بحث وكړو.

ګيش

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپلې يوې مركه كې وويل چې `` په سوريه كې د ملكي وګړو لپاره به حتماً امنې سيمې جوړې كړم.`` د ټرمپ تر څرګندونو وروسته دې موضوع په نړيوال سطحه د سياسي ډلو د اجندا په سر كې ځاى وموند. په سوريه كې د روان سياسي، اقتصادي، نظامي او ټولنيز حالت ته كه وكتل شي نو د امنې سيمې تاسيس آسانه كار نه دى. په سوريه كې د روانې كورنۍ جګړې له امله په ميليونونو كسان د خپلو كورونو پرېښودلو ته اړ شول. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې اوسمهال په تركيه كې ۳ ميليونه، په اردن كې يو ميليون او ۲۵۰ زره، په لبنان كې ۱،۵ ميليونه او په عراق كې ۲۵۰ زره سوري كډوال اوسيږي.  په سوريه كې د كډوالو د ناورين د مخنيوي په موخه د امنې سيمې، حايلې سيمې او يا هم بېطرفه سيمې تر نامه لاندې د پلانونو په اړه خبرې اترې لا له پخوا روانې وې. ددې سره سره ددې اصطلاحاتو مفهومونه تر يو بل توپير لري.

د نړيوالو حقوقو په چوكاټ كې د جګړه ځپلې سيمې د ملكي وګړو د ژغورنې او د بشري مرستو د ترسره كولو په موخه رامنځته شوو كمپونو او سيمو ته په عمومي توګه `` مصونې سيمې`` ويل كيږي. دا اصطلاح ځينې وختونه د حايلې سيمې او يا هم د بېطرفه سيمې په توګه هم ياديږي. همداراز امنه سيمه او د الوتنو پر مخ تړلې سيمه هم ورته معناګانې لري.

حايله سيمه په ټوليزه توګه هغې سيمې ته ويل كيږي چې د ملګرو ملتونو د چارواكو تر څارنې لاندې د سوله ساتو ځواكونو لخوا ساتل كيږي او د جګړې دواړه غاړې ورته د راتګ اجازه ونه لري. ددې سيمې پولې معلومې وي. دا سيمه ددې لپاره جوړيږي چې د جګړې دواړه خواوې له يو بله جلا كړي.  حايله سيمه په يو هېواد كې د جګړې د دواړو خواو ترمېنځ د يو حايل د رامنځته كولو په موخه د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواكونو پر مټ ساتل كيږي. كه چېرې نښتې د دوو هېوادونو ترمېنځ وي نو بيا د دواړو هېوادونو ترمېنځ بېطرفه سيمه جوړيږي.  په سوريه كې د حايلې سيمې د جوړولو چارې د جګړې د څو اړخيزو خواو او نورو جغرافيوي ستونزو له امله امكان نه لري.

امنه سيمه بيا هغه اصطلاح ده چې په جګړه ځپلې سيمه كې د ملكي وګړو د ژغورنې او د بشري حقونو نه د سرغړونې د مخنيوي په موخه او د بشري مرستو د ترسره كولو د اسانتيا په موخه رامنځته كيږي. دا ډول سيمې د هېوادونو ترمېنځ سرحدونو ته نږدې جوړيږي. پدې سيمو كې د جګړه ايزو خواو د نفوذ د مخنيوي په موخه وسله وال پوځ ځاى پر ځاى كيږي.

د ټرمپ د څرګندونو پر اساس دا معلومه نه ده چې د امنې سيمې د اصطلاح د كارولو سره يې مطلب څه دى. كه چېرې مطلب يې د تركيې د كلونو د وړانديز پر اساس امنه سيمه وي چې د تېر ولسمشر اوباما لخوا هېڅكله ونه منل شوه، نو دا به د تركيې په ګټه وي او ترې هركلى هم كوي. د بله پلوه  په سوريه كې د فرات د سپر د عملياتو سره په فعلي ډول امنه سيمه رامنځته شوې ده.

په سوريه كې د بشري ناورين د مخنيوي په موخه بايد ژر تر ژره امنه سيمه جوړه شي. د سوريې په شمال كې د تركيې سره پولې ته نږدې ټول سرحد بايد امنه سيمه شي. پدې ډول د جګړې ټول كډوال پدې سيمه كې ځاى پر ځاى شي او د بشري مرستو لار به هم هواره شي.


پيوندونه: تركيه , سوريه

اړوند خبرونه