دا مخ چې د سړي خپل نه دى.

اوغور اجار د تركيې په تاريخ كې لومړنى كس دى چې په كوچنيوالي كې يې په اورلګېدنه كې خپل ټول مخ له لاسه وركړى او پينځه كاله وړاندې ورته د بل چا مخ پيوند شوى دى.

دا مخ چې د سړي خپل نه دى.

 

اوغور اجار د تركيې په تاريخ كې لومړنى كس دى چې په كوچنيوالي كې يې په اورلګېدنه كې خپل ټول مخ له لاسه وركړى او پينځه كاله وړاندې ورته د بل چا مخ پيوند شوى دى.

له دې بريالي عملياته دا دى پينځه كاله تېر شو. پدې موده كې د اجار د نوي مخ ۹۵ سلنه فعاليت نورمال دى. د هرې ورځې په تېرېدلو سره د خپل نوي مخ سره نور هم اشنا كيږي.

تركيه په نړۍ كې د فرانسې وروسته دويم هېواد دى چې په كې تر ټولو زيات مخونه پيوند شوي دي. د اوغور ماجران د ۲۰۱۲م كال د جنورۍ په ۲۱نېټه يعنې پوره ۵ كاله وړاندې پيل شوه.

اوغور اجار ته د احمد كايا په نامه د يو ځوان مخ چې ځانوژنه يې كړې وه، پيوند شوى دى. اجار لا يو مياشتنى ماشوم وو چې په كور كې د اورلګېدنې په پايله كې يې ټول مخ سوځېدلى وو.

اجار وايي چې خوشاله دى چې داسې مخ لري چې ترې ماشومان نه وېرېږي. اجار په هغه روغتون كې اوس دنده لري چې دده ژوند يې بدل كړى دى.



اړوند خبرونه