هره ورځ ۱۵ زره ماشومان مري.

د ملګرو ملتونو د يو راپور له مخې په نړۍ كې هره ورځ ۱۵ زره تنه ماشومان مري.

هره ورځ ۱۵ زره ماشومان مري.

 

 

د راپور له مخې ددوى ترمېنځ يواځې ۷ زره تنه يې د زېږېدلو په لومړۍ مياشت خپل ژوند له لاسه وركوي.

د راپور له مخې په نړۍ كې د پينځو كلونو نه د كم عمر لرونكو ماشومانو د مړينې كچه ټيټه شوې ده. په ۲۰۰۲م كال كې دا شمېره ۹،۹ ميليونه وه چې په ۲۰۱۶م كال كې ۵،۶ ميليونو كسانو ته راټيټه شوې ده. ددې سره سره د نوي زېږېدلو ماشومانو د مړينې كچه د تېر په پرتله لوړه شوې ده.

په راپور كې د نوو زېږېدلو ماشومانو د مړينې كچه په هندوستان كې تر ټولو لوړه ده. تر هند وروسته د پاكستان، نايجيريا او كانګو په جمهوريت كې ډېر ماشومان مري.

په راپور كې د مړيني اصلي لامل والګى او اسهال ښودل شوى دى.

په راپور كې دا هم راغلي دي چې په نړيواله كچه د بېكارۍ د سطحې د ټيټېدلو سره به د ماشومانو مړينه هم لږه شي.


پيوندونه: هندوستان , ماشومان

اړوند خبرونه