په امریکا کې نوې کشف شوې حشرې ته د ترامپ نوم ورکړ شو

په امریکا متحده ایالتونو کې  نوې کشف شوې یو ډول اورمکۍ  ته  د دونالد ترامپ  نوم  ورکړ شو.

په امریکا کې نوې کشف شوې حشرې ته د ترامپ نوم ورکړ شو

په امریکا متحده ایالتونو کې  نوې کشف شوې یو ډول اورمکۍ  ته  د دونالد ترامپ  نوم  ورکړ شو.

د امریکا  د کالیفورونیا  د پوهنتون  انتومولوژي  په موزیم کې  د حشراتو  د کلیکسیونونو څیړونکې  کارپوه  یو نوی ډول اورمکۍ  کشف  کړه  . نوموړي  په کشف کړي  اورمکۍ  د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترامپ  نوم کیښود.

کاناډايي  کارپوه وازریق نظري  د کلفورونیا  د پوهنتون د حشراتو په موزیم کې د تحقیقاتو پر مهال  د ۹ ملي مترو وزرو لرونکې یو  نوی ډول  اورمکۍ  کشف کړه.

کاناډايي کارپوه  په نوموړي  اورمکۍ  « نیوپالپا دونالد ترامپي »  نوم  کیښود.

نوموړي  د لایف ساینس په نامه علمي خپرونې سره په مرکه کې وویل «  دا ډول  اورمکۍ  ددینه مخکې  هیڅ لیدل شوې نده. دا چې نوموړې اورمکۍ  زیرې  بڼکۍ  لري  د همدې امله يي ورته  د دونالد ترامپ  نوم  ورکړ.

د یادولو  وړ ده چې ددینه وړاندې  د پیرو د امازون په ځنګلونو کې  کشف شوې یوې بلې حشرې ته هم  د دونالد ترامپ  نوم ورکړ شوی وو.


پيوندونه: ترامپ , امریکا

اړوند خبرونه