دوه سري كبان او د هغوى راز

دوه سري كبان چې پدې وروستيو كې يې د پوهان پام ځانله راوړلى دى د هرې ورځې په تېرېدلو سره مخ په زياتېدو دي.

دوه سري كبان او د هغوى راز

 

 

دوسري كبان چې په حقيقت كې غبرګونكي هم بلل كيږي په بحرونو كې هم ليدل كيږي. ددې علت د كبانو په هګيو كې د څو جنينو مودل كېدل دي.

دا ډول دوه سري يا غبرګونكي كبان په حقيقت كې د انسان په لاس د بحرونو د اوبو د ككړتيا او كېمياوي موادو په پايله كې رامنځته كيږي. اوس پوهان څېړنې كوي چې آيا دې ډول كبانو پخوا هم ژوند كولو او كه نه.  په امريكا كې د كبانو د څېړنې په يو لابراتوار كې په ځانګړي ډول د شارك ډوله كبانو د څېړنې پر مهال د دوه سري كبانو يو نمونه موندل شوې ده چې په نړۍ كې يې د ټولو پوهانو پاملرنه جلب كړې ده. پوهان وايي چې ددې كبانو په ژينيټيكي خصوصياتو كې داسې بدلون رامنځته شوى دى چې پخوا يې سارى نه درلود. د اوس لپاره ددې كبانو د ژوند په اړه كره دلايل په لاس كې نشته دى.

د ژينيټيكي نا انډولۍ په پايله كې په نورو حېواناتو كې د نښتو غبرګونو نمونې زياتې دي. دا لومړى ځل دى چې په كبانو كې هم ورته نمونه موندل شوې ده.


پيوندونه: كبان

اړوند خبرونه