د لاسونو د پیوند د بریالیتوب یوه بله  کیسه

په ترکیه  کې د څلور ځل لپاره د یو نوي مړ شوي کس لاسونه بل ته  پیوند شوي دي.

604751
د لاسونو د پیوند د بریالیتوب یوه بله  کیسه

 

په ترکیه  کې د څلور ځل لپاره د یو نوي مړ شوي کس لاسونه بل ته  پیوند شوي دي.

مصطفی ساغر هغه ناروغ دی چې اته میاشتې وړاندې ورته د مړینې به حال کې د بل تن لاسونه پیوند شوي دي. مصطفی اوس کولای شي چې خپل نوي لاسونه وښوروي او پیاله  په لاس کې ونيسي.

د روان میلادي کال د جنورۍ به ۲۱مه نېټه د انتالیا د اکدېنیز د پوهنتون په روغتون کې پروفیسور دوکتور عمر اوزکان او جراحي ډلې یې د امین کونار په نامه  د یو ناروغ لاسونه چې د  ترافیکي پېښې په پایله کې یې مغزي سکته کړې وه، مصطفی ساغر ته پیوند کړل.

دا  دی اته میاشتې وروسته مصطفی کولای شي چې د کیڼ لاس ګوتې وخوروی. د نوموړي په وینا د پردیو لاسونو د پیوند نه وروسته د بلدتیا یو څه وخت نيسي.


پيوندونه: #ترکیه , #انتالیا

اړوند خبرونه