د سګرټو څښولو پر وړاندې د اردوغان پيغام

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د خپل سياسي شخصيت ترڅنګ د ټولنيزې اصلاح او ځوانانو د سالمې روزنې په برخه كې د هلو ځلو له امله هم شهرت لري.

215127
د سګرټو څښولو پر وړاندې د اردوغان پيغام

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د خپل سياسي شخصيت ترڅنګ د ټولنيزې اصلاح او ځوانانو د سالمې روزنې په برخه كې د هلو ځلو له امله هم شهرت لري. اردوغان چې پخوا د هېوادوالو له جېبونو نه د سګرټو پاكټونه ټولول اوس يې په ټولنيزه مېډيا كې هم ددې پديدې پر وړاندې جهاد اعلان كړ.
ولسمشر رجب طيب اردوغان چې په ټولنيزې مېډيا كې د ټويټر فعال كاروونكى دى نن يې د سګرټو د څكولو د زيانونو په اړه پيغامونه خپاره كړل.
اردوغان د فبرورۍ په ۹مه د سګرټو د پرېښودلو د نړيوالې ورځې په مناسب د خپل ټويټر له لارې وليكل چې `` سګرټ هغه ناوړه زهر دي چې د څښونكي او د هغه ځاى د معصومو افرادو روغتيا ته ګواښ رامنځته كوي.``

د سګرټو د پرېښودلو د نړيوالې ورځې په مناسبت د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان لخوا د شريك شوي ټويټونه پدې ډول دي:

نن د فبرورۍ ۹مه د سګرټو د پرېښودلو نړيواله ورځ ده. ددې زهرو پر وړاندې ته هم خپله اراده پياوړې كړه او `` سګرټو ته مه تسليمېږه`` (رجب طيب اردغان)

نن د فبرورۍ ۹مه د سګرټو د پرېښودلو نړيواله ورځ ده. ددې زهرو پر وړاندې ته هم خپله اراده پياوړې كړه او `` سګرټو ته مه تسليمېږه`` (رجب طيب اردغان)

 

د صحتمندو نسلونو، د هېواد د روښانه راتلونكې لپاره د سګرټو په ګډون ټول ناوړه عادتونه بايد د خپل ورځني ژونده لرې كړو.

د صحتمندو نسلونو، د هېواد د روښانه راتلونكې لپاره د سګرټو په ګډون ټول ناوړه عادتونه بايد د خپل ورځني ژونده لرې كړو.

 

په نړۍ كې هر كال ۶ ميليونه انسانان د سګرټو د څښلو، ۶۰۰ زره انسانان بيا سره له دې چې سګرټ نه څښي خو د سګرټو د دود په غير مستقيم ډول د اغېزمنېدو په پايله كې ژوند له لاسه وركوي.

په نړۍ كې هر كال ۶ ميليونه انسانان د سګرټو د څښلو، ۶۰۰ زره انسانان بيا سره له دې چې سګرټ نه څښي خو د سګرټو د دود نه په غير مستقيم ډول د اغېزمنېدو په پايله كې ژوند له لاسه وركوي.

 

 `` سګرټ هغه ناوړه زهر دي چې د څښونكي او د هغه ځاى د  معصومو افرادو روغتيا ته ګواښ رامنځته كوي.``

`` سګرټ هغه ناوړه زهر دي چې د څښونكي او د هغه ځاى د معصومو افرادو روغتيا ته ګواښ رامنځته كوي چې پكې څښل كيږي.``



پيوندونه:

اړوند خبرونه