بوينګ د ايران سره د الوتكو قرارداد فسخه كړ.

د امريكا د متحدو ايالتونو د الوتكو جوړولو شركت بوينګ د ايران سره الوتكو د خرڅلاو تړون فسخه كړ.

بوينګ د ايران سره د الوتكو قرارداد فسخه كړ.

 

 

دا پرېكړه وروسته له هغه وشوه چې پر ايران باندې د امريكا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا مالي بنديزونه ولګول شول.

 د بوينګ چارواكو څرګنده كړه چې د ايران سره يې د ۲۰۱۵م كال په پاى كې يو تړون لاسليك كړى چې له مخې به يې پر دې هېواد باندې مسافروړونكي الوتكې وپلورل شي خو تر اوسه پورې ايران ته ددې الوتكو د تسليم لړۍ نه ده پيل شوې.

د نوموړي په وينا تر اوسه پورې ايران ته الوتكې نه دې تسليم كې او تر دې وروسته به  هم د لايسنس د نشتوالي له امله د وعدې سره سم الوتكې تسليم نه كړي.

پر ايران باندې د نړيوالې ټولنې د بنديزونو له امله د هوايي كرښو الوتكې ډېر پخوانۍ دي. د همدې امله په تېرو ۳۹ كلونو كې په هېواد كې تر ۲۰۰ زياتې الوتكې لوېدلي دي چې په پايله كې تر ۲۰۰ تنو زيات كسان وژل شوي دي.


پيوندونه: الوتكې , ايران

اړوند خبرونه