د نړۍ تر ټولو قرضدار هېواد!
د پېسو د نړيوال صندوق د يو راپور له مخې په نړۍ كې د تر ټولو قرضدارو هېوادونو لست خپور شو.
پدې لست كې د امريكا متحده ايالتونه لومړى مقام لري. ددې راپور له مخې په نړۍ كې دولتونه په ټوليزه توګه ۶۳ زره ميليادره ډالره قرضدار دي چې يواځې نږدې ۲۰ زره ميليونه يې د امريكا پر غاړه دي.
پدې لست كې دويم ځاى د جاپان د هېواد دى. جاپان په نړۍ كې د ۱۱ زره ميليارده ډالرو په پور سره تر امريكا وروسته د نړۍ تر ټولو زيات قرضدار هېواد دى. په لېست كې دريم ځاى د چين دى. چين هم شاوخوا ۵ زره ميليارده ډالره قرضدار دى.
په لست كې څلورم ځاى د ايټاليا د هېواد چې څه كم دوه زره ميليارده ډالره قرض ورباندې دى او پينځم ځاى بيا د فرانسې دى چې ۲،۳۷۵ زره ميليارده قرضداره ده.
په نړۍ كې د تركيې د پور كچه يواځې ۲۳۰ ميليارده ډالره ده چې دا هم د نړيوال پور يواځې ۰،۴ سلنه جوړوي.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .