د قطر لخوا ۸۰ هېوادونو ته د ويزې معافيت

د قطر چارواكو څرګنده كړه چې د نړۍ د ۸۰ هېوادونو هېوادوالو ته يې ويزه معاف كړې ده.

د قطر لخوا ۸۰ هېوادونو ته د ويزې معافيت

 

 

ددې هېواد د ګرځندوى د چارو ادارې څرګنده كړه چې د نړۍ د ۸۰ هېوادونو هېوادوالو ته يې د ويزې د معافيت د رامنځته كولو سره د ګرځندوى په ډګر كې تاريخي ګام پورته كړى دى.

ددې ادارې د معلوماتو پر اساس د اړوندو هېوادونو لپاره ځانګړي اقتصادي او امنيتي شرايط په نظر كې نيول شوي دي چې په راتلونكې كې به دا لېست نور هم اوږد شي.

تر اوس پورې لا څرګنده نه ده چې پدې لېست كې كوم هېوادونه شامل دي خو ويل كيږي چې د اقتصادي او امنيتي پلوه د ډاډمنو هېوادونو هېوادوالو ته دا ډول اسانتيا رامنځته شوې ده.

پدې ډول د اړوندو هېوادونو هېوادوال كولاى شي چې د ويزې د اخيستلو پرته قطر ته لاړ شي او په هوايي ډګر كې ځانګړې اجازه نامه ترلاسه كړي.


پيوندونه: ګرځندوى , قطر

اړوند خبرونه