امريكا ته د روسيې سخت ځواب
د امريكا د پارلمان لخوا پر روسيې باندې د بنديزونو د لګولو د پرېكړې نه وروسته مسكو هم د متقابل ځواب لپاره تيارى نيسي.

د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د امريكا دا پرېكړه د نړيوالو حقوقو خلاف عمل دى. روسيه په پام كې لري چې په هېواد كې د امريكا د ډيپلوماټيك پرسونل شمېره راټيټه كړي.
په اعلاميه كې راغلي دي چې په هېواد كې د امريكا د سياسي نماينده ګيو د پرسونل شمېره به تر ۴۵۵ تنو راټيټه كړي. سربېره پر دې په مسكو كې په د امريكا اړوند ملكيتونه هم ضبط كړي.
ټاكل شوې ده چې په مسكو كې د امريكا د سفارت اړوند ملكيت به له دې هېواده واخيستل شي.
تېره ورځ د امريكا پارلمان د يوې پرېكړې له مخې د روسيې په ګډون پر ايران او شمالي كوريا باندې يو لړ بنديزونه ولګول. پدې لړ كې په روسيه كې د انژرۍ، فاينانس او وسلې جوړونې په برخه كې د يو شمېر فعالو شركتونو پر سوداګرۍ باندې محدوديتونه لګول شوي دي. پدې لړ كې د يو شمېر شركتونه مالي سرچنې په لوېديځو هېوادونو كې كنګل شوي.
ويل كيږي چې ددې كسانو يوه زياته برخه پوتين ته نږدې سوداګر دي.