په يوې ورځ كې ۳ ميليارده ډالره ګټه!

د چين تر ټولو شتمن سوداګر او د علي بابا د آنلاينې سوداګريزې وېبپاڼې موسس يواځې په څو ساعتونو كې شاوخوا ۳ ميليارده ډالره ګټه وكړه.

په يوې ورځ كې ۳ ميليارده ډالره ګټه!

 

جك ما چې د چين تر ټولو شتمن او د نړۍ تر ټولو ۱۴م شتمن انسان دى، پرون څرګنده كړه چې د آنلاين سوداګرۍ پاڼه به يې روان كال نور هم ګټه وكړي. دې څرګندونو په نړيوالو سهامي بازارونو كې د علي بابا د پاڼې  د ونډې ارزښت ۳ ميليارده ډالره لوړ كړ.

جك ما د پنجنشبې په ورځ څرګنده كړې وه چې د روان ميلادي كال تر پايه پورې به د شركت په بوديجه كې ۵۰ سلنه زياتوالى راشي. دې څرګندونو په سهامي بازارونو كې د شركت د ونډې ارزښت يواځې په څو ساعتونو كې تر ۳ ميلياردو ډالرو پورې لوړ كړ.

جك ما اوسمهال ۴۱ ميليارده دالره پانګه لري. د نوموړي كار او بار د علي بابا په نامه د يوې آنلاين سوداګريزې پاڼې له لارې د نړۍ هر ګوډ ته د هر ډول مالونو لېږل دي.


پيوندونه: چين , جك ما

اړوند خبرونه