روسيه او تركيه نور هم سره نږدې كيږي.

د تركيې لومړى وزير بنعلي ييلدرم د روسيې له فدراسيونه د رسمي ليدنې په موخه نن ماښام د مسكو پر لور روان شو.

624185
روسيه او تركيه نور هم سره نږدې كيږي.

 

 

ييلدرم په هوايي ډګر كې خبريالانو ته وويل چې د تركيې – روسيې اړيكې په چټكۍ سره د پراختيا په حال كې دي.

د نوموړي په وينا د پوتين په ګډون د روسي چارواكو د خبرو  اترو د اجندا په سر كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د هر اړخيزو اړيكو د لا پراختيا موضوع ځاى لري.

ييلدرم زياته كړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اړيكو د لا زياتې پراختيا په موخه مشران سره همغږي دي.

ټاكل شوې ده چې ييلدرم به د روسي چارواكو سره د تركيې پر ځينو كرنيزو محصولاتو باندې د وارداتو د لګېدلو بنديزونو په اړه هم خبرې اترې وكړي.

د انرژۍ په ډګر كې به هم نوي ګامونه پورته شي. د تركيې له لارې اروپايي هېوادونو ته د روسيې د ګازود صادراتو په موخه د تورې بحيرې په تل كې د ګازو د نل ليكې د غځولو په اړه لاسليك شوى تړون د ملي شورا لخوا تاييد شوى چې اوس وار د روسيې د پارلمان دى. سربېره پر دې تركيې ته د روسيې لخوا د ګازود صادراتو په برخه كې د ځانګړي تخفيف ترلاسه كول او په هېواد كې د روسيې لخوا د اتومي بټۍ د جوړولو چارې هم د ليدنې د اجندا موضوع ګانې دي.

ټاكل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سوداګريزو چارو د ترسره كولو په موخه د تركي لېرو او روسي روبلو د پولي واحدونو د كارولو په موخه هم بحث وشي.

په سياسي ډګر كې په تركيه كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې لخوا د جولاى د ۱۵مې نېټې د نظامي كودتا نه وروسته ددې ډلې سره د ګډې مبارزې او د عراق او سوريې په اړه په اړوند مسايلو باندې به هم بحث وشي.

د لومړي وزير سره په سفر كې د كابينې د ځينو غړو او نورو دولتي چارواكو په ګډون لسګونه تركي سوداګر هم ملتيا وكړي.

ييلدرم د لومړي وزير په توګه د ټاكل كېدو نه وروسته روسيه دريم هېواد دى چې ترې رسمي ليدنه ترسره كوي.

دا ليدنه په داسې حال كې ترسره كيږي چې د اروپايي ټولنې سره د تركيې اړيكې ترينګلې شوې دي.



اړوند خبرونه