د چين – ايران نږدېوالى

چين او ايران هوډ لري چې په سيمه كې  د ``نوي نسل نوې لارې`` يوه اقتصادي پروژه عملي كړي.

624063
د چين – ايران نږدېوالى

 

 

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف چې په پيكن كې په ليدنو بوخت دى وويل چې دواړه هېوادونه هوډ لري چې د متقابلې همكارۍ په چوكاټ كې په سيمه كې نوى اقتصادي ځواك رامنځته كړي.

ظريف د خپل چينايي سيال وانګ يي سره د ليدنې نه وروسته خبريالانو ته وويل چې د جنورۍ په مياشت كې له ايرانه د چين د ولسمشر شي جيپينګ د ليدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ستراتيژيك شراكت وړتيا و آزمايل شوه.

پدې ډول به دواړه هېوادونه د `` نوي نسل، نوې لار`` تر نامه لاندې اقتصادي پروژه چې په كې به سوداګري، انرژي او بنسټيزې پروژې هم شاملې عملي كړي. پدې ډول به په سيمه كې نوى اقتصادي ځواك رامنځته شي.

ددې لارې به چين ته د ايران لخوا د نفتو په ګډون د انرژۍ نور مواد صادر شي او په مقابل كې به پر ايران باندې ماشين آلات وپلورل شي.

ظريف څرګنده كړه چې د سوريې او افغانستان په ګډون د يو زيات شمېر سيمه ايزو مسايلو په برخه كې له چين سره ګډ دريځ لري.

داسې ويل كيږي چې په سيمه كې د امريكا د سياستونو پر وړاندې نوى اتفاق رامنځته كيږي.


پيوندونه: #محمد جواد ظريف

اړوند خبرونه