د افغانستان سره د نږدې ۸۰۰ ميليونو ډالرو مرسته
د افغانستان – امريكا د متحدو ايالتونو ترمېنځ د نږدې ۸۰۰ ميليونو ډالرو د مرستې په اړه تړون لاسليك شو.
596127
دا تړون د ماليې د وزير اكليل حكيمي د موضوع په اړه خبريالانو ته وويل چې دا پېسې د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا د بروكسل د كنفرانس پر مهال د وعدي سره سرم افغان حكومت ته وركول كيږي.
تمه كيږي چې ددې پېسو ۷۹۱ ميليونه ډالره به يې د كرنيزو محصولاتو، د ښځو د چارو د ثبات، ښوونې او لوړو زده كړو په برخه كې ولګيږي.
داسې ويل كيږي چې ددې مرستو ۵۰ سلنه به يې په مستقيم ډول د افغان حكومت لخوا ولګول شي او پاتې ۵۰ سلنه به يې د امريكا د نړيوال انكشاف د ادارې لخوا ولګول شي.
څو اونۍ وړاندې په بروكسل كې د افغانستان په اړه په كنفرانس كې د راتلونكو څلورو كلونو لپاره د ۱۶ ميلياردو ډالرو په اندازه د مرستې وعده وشوه.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی