په ترکیه کې  تولیدات او صادرات  مخ په لوړیدو دي.

ترکیه په هره برخه کې پرمختګ ته دوام ورکوي

540210
په ترکیه کې  تولیدات او صادرات  مخ په لوړیدو دي.

په ترکیه کې  تولیدات او صادرات  مخ په لوړیدو دي.

په ترکیه کې  د جون په میاشت کې  صادراتو د تیرو میاشتو په پرتله  د پام وړ پرمختګ کړی دی .

په ترکیه کې د جون په میاشت کې  صادارتو  د ۲۰۱۵ کال د جون د میاشتې په پرتله  ۸ عشاریه  یو سلنه  پرمختګ کړی دی او ۱۲ میلیاردو او ۹۱۶ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي.

همداشان  وارداتو کچه هم  لوړه شوې ده او ۱۹ میلیاردو او ۴۷۵ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي.

د هیواد د صادراتو د ټولنې د شمیرو له مخې  د روان ۲۰۱۶ میلادي کال  په لومړنیو میاشتو کې  د صادراتو کچه  د تیر کال همدې میاشتو په پرتله  ۲ عشاریه ۴ سلنه  لوړ شوي  او ۷۱ میلیاردو او ۶۶۹ میلیونو ډالرو ته  رسیدلي دي. پدې شپږو میاشتو کې بیا  د وارداتو کچه  ۶ عشاریه ۷ سلنه راټیټه شوې ده  او ۹۹ میلیاردو او ۶۵۱ میلیونو ډالرو ته  راټیته شوې ده .

پدې شپږو میاشتو کې  د بهرنۍ سوداګرۍ  کسر  ۱۶ سلنه راټیټ شوی دی او ۲۷ میلیارده او ۹۸۳ میلیونو ډالرو ته رغورځیدلی دی.

همداشان سږکال بیا  د کال په دویمه  ربع کې د ترکیې د ګرځندوی سکتور عواید د پام وړ راټیټ شوي دي.

د روان کال په دویمه  ربع کې د ترکیې د ګرځندوی د سکتور عواید  ۳۵ عشاریه ۶ سلنه  راغورځیدلي  او ۴ میلیارده ۹۸۱ میلیونه او ۳۱۸ زرو ډالرو ته راټیټ شوي دي.



اړوند خبرونه