ترکیه په اسلامي نړۍ کې د دویم لوی اقتصاد خاوند هیواد وټاکل شو

248878
ترکیه په اسلامي نړۍ کې د دویم لوی اقتصاد خاوند هیواد وټاکل شو

 ترکیه په اسلامي نړۍ کې تر ټولو د قوي اقتصاد خاوند دویم هیواد وټاکل شو.
د پرمختګ په حال کې د اسلامي بازارونو د پانګه اچونو د ۲۰۱۵ کال په راپور کې راغلي دی چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه ترکیه په کال کې د ۸۲۰ میلیاردو ملي عواید سره د اندونیزیا نه وروسته تر ټولو د قوي اقتصاد خاوند دویم هیواد وټاکل شو. د راپور له مخې ترکیه پدې لست کې د اندونیزیا نه وروسته چې کلني عواید يي ۸۷۰ میلیارده ډالره دي په دویم کتار کې ځای نیولی دی .
ترکیه هر کال د ګرځندوی او ټرانسپورت د سکتورونو نه ۵۱ عشاریه ۸ میلیارده او د صادراتو نه ۹۵ میلیارده ډالره ترلاسه کوي. همداشان ترکیه بیا د کورنیو بازارونو په وده کې به اسلامي نړۍ کې لومړی ځای لري.
په راپور کې راغلي دي چې د اسلامي کنفرانس د تشکیلاتو د ۵۷ غړیو ناخالص ملي عواید د ۲۰۱۳ کال په پای کې ۶ عشاریه ۷ تریلیونو ډالرو ته رسیدلي دي.
همداشان په نړۍ کې د حلالو توکو بازارونه په چټکۍ سره د ودې په حال کې دي. په نړۍ کې د حلالو بازارونو لویوالی ۲ عشاریه یو تریلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.
همداشان په مالي سکتور کې اسلامي بازار لویوالی یو نیم میلیاردو ډالرو ته لوړ شوی دی .
په راپور کې اټکل شوی دی چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځه به دا بازارونه په کال کې ۵ عشاریه ۴ سلنه وده وکړي.
په همدې څلورو کلونو کې په ټوله نړۍ کې اقتصادي وده ۳ عشاریه ۶ سلنه ، د BRICS د ډلې چې د برازیل، روسیې، هند ، چین او سویلي کوریا نه جوړه ده اقتصادي وده ۳ عشاریه ۹ سلنه اټکل شوې ده .
په راپور کې راغلي دي چې په اسلامي هیوادونو کې هغه هیوادونه چې لا زیات د اقتصادي پرمختګ او د پانګه اچونې جاذبه لري په لاندې ډول دي.
ترکیه ، مالیزیا، اندونیزیا ، متحده عربي امارات ، قطر ، سعودي عربستان ، قزاقستان، مراکش ، موزمبیق او مصر .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه