۶۰ كلن خوب ريښتيا كيږي!

د لومړي ځل لپاره د اتومي بټۍ د جوړولو د چارو كار سبا ته رسماً پيليږي.

۶۰ كلن خوب ريښتيا كيږي!

 

 

د تركيې د انرژۍ او طبعي زېرمو وزير برات آلبيرق وويل چې سبا ته به د ولسمشر رجب طيب اردوغان او د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين لخوا په ګډه د لومړنۍ اتومي بټۍ د بنسټ ډبره كېښودل شي.

د آلبيرق په وينا دا د تركيې ۶۰ كلن خوب و چې اوس په حقيقت د بدلېدلو په حال كې دى. ټاكل شوې ده چې د تركيې او روسيې ولسمشر به د آق كويو د اتومي انرژۍ د بټۍ د بنسټ ډبره كېښودل شي دي.

پدې ډول به د تركيې د توليد او پرمختګ په موخه د انرژۍ د اړتيا د پوره كولو په موخه مهم ګام پورته شي. ددې بټۍ ټول لګښت شاوخوا ۲۰ ميليارده ډالره دى چې د روسيې په تخنيكي مرسته به جوړه شي.

په ۲۰۱۰م كال كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د يو تړون د لاسليكېدلو په پايله كې ددې بټۍ د جوړولو په اړه مقدماتي چارې پيل شوې چې د لومړي ځل لپاره به يې عملي چارې هم پيل شي.

دا بټۍ د برېښنا د توليد ۴ ريكتورونه لري چې هر يو به يې په كال كې ۱۲۰۰ ميګاواټه برېښنا توليد كړي. پدې ډول به د تركيې د انرژۍ ۱۰ سلنه له دې اتومي بټۍ ترلاسه شي.

د آل بيرق په وينا اوسمهال په ټوله نړۍ كې شاوخوا ۴۵۰ اتومي بټۍ فعاليت لري او تر ۵۵ زياتې د جوړېدلو په حال كې دي.  

ټاكل شوې ده چې ددې بټۍ د لومړي ريكتور چارې به تر ۲۰۲۳م كاله پورې پاى ته ورسېږي. پاتې درې ريكتورونه به يې د درې كلونو په موده كې ګټې اخستنې ته وړاندې شي.


پيوندونه: حقيقت , خوب , اتومي بټۍ

اړوند خبرونه