په واټساپ كې مو ملګري د چا سره اړيكې لري؟

د يو نوي پروګرام يا اپليكېشن په واسطه كولاى شئ چې معلومه كړئ چې په واټساپ كې مو ملګري د چا سره اړيكې لري.

په واټساپ كې مو ملګري د چا سره اړيكې لري؟

 

دا اپلېكيشن چټ واچ (Chatwatch) نوميږي چې له دې لارې كارونكى كولاى شي چې په واټساپ كې د ملګرو د حالاتو په اړه معلومات ترلاسه كړي. له دې لارې مينه وال كولاى شي چې په خپل واټساپ كې د ملګرو د آنلاين يا آفلاين كېدلو وخت، د واټساپ د كارولو وخت او حتى د نورو ملګرو سره د اړيكو څرنګوالى معلوم كړي.

دا اپليكېشن د ۲۴ ساعتونو په موخه كې ستاسې د ملګرو لخوا د واټساپ د كارولو ټول جزييات ثبتوي او بيا له درې لارې په واټساپ كې ستاسې د ملګرو ټول فعاليت تخمينولى شي.

د اېپل په شان لويو كمپنيو له دې وېرې چې دا اپلېكېشن به د خلكو شخصي ژوند او محرميت ته زيان ورسوي، اندېښنه ښودلې ده. د همدې امله يې بازار ته د اپلېكېشن د راوتلو نه لږ وروسته پرې بنديز ولګولو. دا پدې معنى ده چې په آيفون كې دا اپلېكېشن نشئ كارولى. د يادولو وړ ده چې د اندرويډ لرونكي ګوشيانې كولاى شي چې دا اپلېكېشن وكاروي.

ددې اپليكېشن جوړونكو د اېپل د كمپنۍ دا بنديز غندلى او زياته كړې يې ده چې په نږدې راتلونكې كې به داسې پروګرام جوړ كړي چې په كمپيوټرونو كې هم د كارولو وړ وي.



اړوند خبرونه