د ځمكې پر سر تر ټولو چټكه ترانسپورټي وسيله

د هايپرلوپ په نامه چټك اورګاډي ته ورته نقليه واسطه په دوبۍ كې نندارې ته وړاندې شوه.

د ځمكې پر سر تر ټولو چټكه ترانسپورټي وسيله

 

د ريچارد برانسن په نامه امريكايي ميلياردر چې هڅه كوي د ځمكې پر سر تر ټولو چټكه ترانسپورټي وسيله جوړه كړي، خپل هدف ته لږ نور هم ور نږدى شوى دى.

د هايپرلوپ وسيله به په ساعت كې د ۱۲۰۰ كيلومترو په سرعت سره حركت وكړي. دا سرعت د اوس لپاره د نړۍ د تر ټولو چټكې مسافروړونكې الوتكې د سرعت نه شاوخوا ۴۰۰ كيلومتره زيات دى. اوسمهال د مسافر وړونكو الوتكو سرعت په ساعت كې ۹۲۶ كيلومتره دى. د ځمكې پر سر تر ټولو چټك اورګاډى بيا د چين د شانګهاى په ښار كې فعاليت كوي چې په ساعت كې ۵۰۰ كيلومتره سرعت لري.

تمه كيږي چې دا پروژه به په ۲۰۲۰م كال كې په متحده عربي اماراتو كې په فعاليت پيل وكړي. تمه كيږي چې هايپرلوپ به خپل لومړنى سفر د ابوظبۍ – دوبۍ ترمېنځ ترسره كړي. اوسمهال دا سفر يو ساعت او ۴۰ دقيقې وخت نيسي چې د هايپرلوپ په واسطه به دا موده يواځې ۱۲ دقيقو ته راټيټه شي. په پام كې ده چې دا وسله به ساعت كې د ۱۰ زره مسافرينو د انتقال وړتيا ولري.



اړوند خبرونه