جالبه پېښه: خپله لمسۍ يې وزېږوله!

په امريكا كې يوې ښځې وروسته له هغې د خپل زوى د ماشوم د زېږولو پرېكړه وكړه چې د ناوې په رحم كې د يو سيست له امله يې نشو كولاى چې ماشوم وزېږوي.

جالبه پېښه: خپله لمسۍ يې وزېږوله!

 

په امريكا كې يوې ښځې وروسته له هغې د خپل زوى د ماشوم د زېږولو پرېكړه وكړه چې د ناوې په رحم كې د يو سيست له امله يې نشو كولاى چې ماشوم وزېږوي.

كايلا جونز چې ۱۷ كال عمر لري په رحم كې د يو سيست له امله نشو كولاى چې ماشوم وزېږوي. ددې لپاره يې د كرايي مور د موندلو په لټه كې شول تر څو ددوى ماشوم ورته وزېږوي.

د هلك مور دې ته تياره شوه چې د خپل زوى او ناوى ماشوم په خپل رحم كې لوى كړي. د يو لړ طبي آزمېښتونو او واكسينونو په په پايله كې د زوى او ناوې القاح شوې هګۍ يې د مور په رحم كې كېښودل شوه چې د اوو  مياشتو وروسته يې مور خپله لمسۍ وزېږوله.  پر زېږېدلې ماشومې د اېلن جونز نوم اېښودل شوى دى.

په امريكا كې د `` كرايي رحم`` چارې ځانګړى محبوبيت لري. هغه جوړې چې د طبي نيمګړتياو له امله نشي كولاى چې خپل ماشوم په خپله وزېږوي، كولاى شي چې د نورو مېرمنو رحم په كرايه ونسيي.

د امريكا په تاريخ كې دا لومړى ځل دى چې يوه مور د خپل زوى ماشوم زېږوي.



اړوند خبرونه