د بې پيلوټه ټكسي خوب ريښتيا كيږي.

په چين كې د بې پيلوټه چورلكې په واسطه په ښار كې دننه د سپرلۍ د لېږدولو په موخه مهم ګام پورته شوى دى.

د بې پيلوټه ټكسي خوب ريښتيا كيږي.

 

په چين كې د بې پيلوټه چورلكې په واسطه په ښار كې دننه د سپرلۍ د لېږدولو په موخه مهم ګام پورته شوى دى.

ددې هېواد اې هانګ شركت د ۱۸۴ په نامه داسې بې پيلوټه چورلكه جوړه كړې ده چې كولاى شي د ۱۵ كيلو مترو په واټن كې الوتنه وكړي.

دا ټكسي چې په اصل كې دوه كاله وړاندې توليد شوې ده د لومړي ځل لپاره يې د ۱۵ كيلومترو واټن په برياليتوب سره پاى ته ورسولو.

سپرلۍ كولاى شي چې د كنترول له سكرينه يواځې خپل تمځاى وټاكي، بې پيلوټه چورلكه يې هلته وړي. ددې لپاره به د ښار په بېلابېلو سيمو كې ځانګړي تمځايونه جوړ شي.

د اې هانګ د شركت مشر پدې اړه وويل چې بايد انسانانو ته وښايو چې د بې پيلوټه الوتكو په واسطه سفر مطمين دى. ددې لپاره د آزمېښتونو اوږد پړاو ته اړتيا لرو.  



اړوند خبرونه