د كايناتو تر ټولو روښانه كهكشان
د امريكا د فضايي چارو ملي ادارې ناسا د هيوبل د تېلسكوب په واسطه د كايناتو تر ټولو روښانه كهكشان كشف كړ.
890702
دا كهكشان د لمر د كتلې په پرتله ۳ زره ميليارده ځله لوى دى.
پدې اړه د ناسا لخوا په خپرو شوو معلوماتو كې راغلي دي چې دا كهكشان د ځمكې له كرې نه تقريباً ۹،۷ ميليارده نوري كاله لرې پروت دى د شمسي نظام د لمر په پرتله ۳ زره ميليارده ځله لوى دى.
په دې اړه په خپرو شوو معلوماتو كې راغلي دي چې دا كهكشان "ACT-CLJ0102-4915" نوميږي چې تر اوسه پورې د كايناتو تر ټولو لوى روښانه او تود كهكشان لقب خپل كړى دى.
د هيوبل په نامه تېلسكوب چې د ناسا او د اروپا د فضايي آژانس او فضايي تېلسكوپ د انستيتيوټ لخوا په ۱۹۹۰يم كال كې جوړ شوى دى، تر اوسه پورې د كايناتو د رازونو په كشف بوخت دى.