د اسلامي نړۍ د نوبل جايزه!

د مصطفى په نامه جايزه چې په علمي ډګر كې د مسلمانو پوهانو د هلو ځلو نه د قدردانۍ په موخه وركول كيږي، يو تن تركي پروفيسور وګټله.

د اسلامي نړۍ د نوبل جايزه!

 

 

دا جايزه چې د ايران لخوا وركول كيږي، سږ كال د لندن د ايمپريال كالج يو تن تركي استاد پروفيسور سامي اېرول ګېلنبه ته وركړل شوه.

پروفيسور سامي اېرول د كمپيوټري جالونو او سيستمونو او د دې سيستمونو د الجبري تحليل په برخه كې د څېړنو سره شهرت لري. پدې ډول يې دا جايزه چې ۵۰۰ زره ډالره ده، ترلاسه كړه.

نوموړي د جايزې د اخيستلو پر مهال وويل چې د اسلامي نړۍ د نوبل د جايزې د اخيستلو په امله خوشاله دى. د ايران هېواد غواړي چې د مسلمانانو ترمېنځ د پوهنې چارو ته پاملرنه وكړي.

دا جايزه په هرو دوو كلونو كې يو ځل وركول كيږي. سږ كال د نړۍ د ۳۱ هېوادونو نه ۲۴۱ پروژې وڅېړل شوې چې په پياله كې د ټېكنالوژۍ په برخه كې يو تن تركي پروفيسور ته دا جايزه وركړل شوه.

همدا راز د ټولنيزو علومو په ډګر كې بيا ددې جايزې خاوند د ايران د يو پوهنتون استاد  محمد امين شكراللهي ته وركړل شوه. شكر اللهي د اړيكو د تيورۍ په برخه كې څېړنې كوي.



اړوند خبرونه