د آيفون لرونكو د پام وړ!

د آيفون كاري سيستم داسې پټې اسانتياوې هم لري چې كيداى شي ځيني كارونكي پرې خبر نه وي.

د آيفون لرونكو د پام وړ!

 

 

د بېلګې په ډول د آيفون د بندولو لپاره تاسې همېشه تڼۍ ته اړتيا نه لرئ. تاسې كولاى شئ چې د لاندې لارې په تقعيب سره له سيستم نه خپل آيفون بند كړئ.

Sittings > General> Shut Down

که چېرې غواړئ چې د آيفون آواز مو تر معمولي سويې لا زيات لوړ شي نو لاندې لاره تعقيب كړئ. په ځانګړي توګه كه چېرې موسيقي آورئ دا يې آسانه لار ده.  

Sittings> EQ> Late Night

د ځمكې د سطحې د آواري د كنترول په موخه تاسې مخصوصې آلې ته اړتيا نه لرئ. دا آله چې تر ډېره حده د ساختماني انجينرانو لخوا كارول كيږي چې په دري كې ورته `` آب ترازو`` وايي. آيفون ددې لپاره آسانه لار لري. ددې كار لپاره لاندنۍ لاره غوره كړئ:

ددې لپاره د خپل آيفون په مينو كې د Copass آپشن كېكاږئ. بيا د ګوتې په واسطه كيڼې خوا ددې آپشن د تېرولو هڅه وكړئ. تاسې ته به يوه نوې پاڼه پرانيستل شي چې له مخې يې كولاى شئ چې د سطحې آوارى په آسانۍ سره اندازه كړئ.


پيوندونه: ځمكې , تڼۍ , آيفون

اړوند خبرونه