اېلون ماسك د اردوغان مېلمه و!

د نړۍ نامتو مخترع او پانګه وال چې د نوې ټېكنالوژۍ په برخه كې د ځانګړې نبوغ سره شهرت لري، په انقره كې د ولسمشر رجب طيب اردوغان مېلمه و.

اېلون ماسك د اردوغان مېلمه و!

 

د نړۍ نامتو مخترع او پانګه وال چې د نوې ټېكنالوژۍ په برخه كې د ځانګړې نبوغ سره شهرت لري، په انقره كې د ولسمشر رجب طيب اردوغان مېلمه و.

ماسك چې د برېښنايي موټرو د كمپنۍ ټېسلا موسس او پخوانى مشر او د فضايي چارو د څېړنې د شركت سپېس اېكس موسس بلل كيږي، د ولسمشر اردوغان لخوا حضور ته ومنل شو.

پدې ليدنه كې د تركيې لخوا د ملي موټر د جوړولو د پروژې په اړه خبرې اترې وشوې.

ټاكل شوې ده چې ماسك به سبا ته په استانبول كې د ټېكنالوژۍ په برخه كې په يوې مهمه غونډه كې وينا واوروي. پدې غونډه كې به د دفاعي صنايعو، فضايي څېړنو، اړيكو او ورته نورو موضوعاتو په اړه د سيمې او نړۍ نامتو پانګه وال خبرې اترې وكړي.



اړوند خبرونه