فېسبوك د جعلي حسابونو شمېره اعلان كړه!

فېسبوك د سوې سروې له مخې د جعلي حسابونو په اړه نوې شمېرې خپرې كړې

842855
فېسبوك د جعلي حسابونو شمېره اعلان كړه!

 

فېسبوك د سوې سروې له مخې د جعلي حسابونو په اړه نوې شمېرې خپرې كړې

اوسمهال په نړۍ كې شاوخوا ۲ ميليارده كسان د ټولنيزې مېډيا دا سايټ كاروي. تر ټولو مهمه ستونزه بيا د جعلي حسابونو شتوالى دى چې د يو شمېر كسانو لپاره يې سرخوږى رامنځته كړى.

د فېسبوك لخوا د يوې څېړنې له مخې ددې سايټ د كاروونكو ۱۳ سلنه حسابونه يا جعلي دي او يا هم كاپي شوي دي. ددې سره سره ويل كيږي چې شاوخوا ۲۵۰ ميليونه حسابونه جعلي وي.

د فېسبوك د فايناسل مدير ډېوېډ وېنر پدې اړه وويل چې د يو نوي الوګاريتميك پروګرام پر مټ هڅه كوي چې د جعلي حسابونه مخه ونيسي. د نوموړي په وينا په راتلونكې به فېسبوك د جعلي او كاپي شوو حسابونو پر وړاندې مبارزه نوره هم چټكه كړي.

د يادولو وړ ده چې شاوخوا ۳ اونۍ وړاندې په افغانستان كې د سينا وردګ په نامه د فېسبوك يو حساب وروسته له هغې مستعار او يا جعلي وخوت چې ظاهراً يې كارونكى د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوه. وروسته څرګنده شوه چې د سينا وردګ د پروفايل عكس د يوې عربې ښځې و او دا حساب جعلي و.


پيوندونه: #فېسبوك , #جعلي حساب

اړوند خبرونه