۱۴۵ ميليون كلن تي لرونكي حيوانات!

په انګلستان كې داسې لرغوني فوسيلونه موندل شوي دي چې ۱۴۵ ميليونه كاله قدامت لري او اټكل كيږي چې د تي لرونكو حيواناتو پلرونه وي.

۱۴۵ ميليون كلن تي لرونكي حيوانات!

 

په انګلستان كې داسې لرغوني فوسيلونه موندل شوي دي چې ۱۴۵ ميليونه كاله قدامت لري او اټكل كيږي چې د تي لرونكو حيواناتو پلرونه وي.

ددې هېواد د پورټسماوت د پوهنتون پوهانو د ډاكتر سيتف سويټمن په مشرۍ د هېواد په سوېل كې د دورېست په سيمه كې موږك ته ورته د دوو حيواناتو فوسيل شوي غاښونه موندلي دي.

د سويټمن په وينا د لابراتواري څېړنو په پايله كې څرګنده شوه چې ددې دواړو حيواناتو غاښونو كولاى شول چې غذايي مواد ټوټې ټوټې كړي.

دا فوسيلونه به د تي لرونكو حيواناتو په اړه د لا زياتو څېړنو لپاره لار پرانيزي.



اړوند خبرونه